Posts

La Khubroyano Che Wafa Ghuwari Laka Zakat Che La Mulla Ghuwari

Image
لۀ خوبرويانو چي وفا غـــــــــــــــواړې لکه ذکات چي له ملا غـــــــــــــــــواړې La Khubroyano Che Wafa Ghuwari Laka Zakat Che La Mulla Ghuwari کله چې مينه په ځـــــــــــوانۍ راشي زۀ به تا غواړم ته به ما غــــــــــــواړې د ليونو ټولي کــــــــښې غلا نشته دي شيخ جي هر څه به برملا غــــــــواړې واړه محفل زخـــمي زخـــمي ښکاريږي داؤ د زخمونو به له چا غـــــــــواړې ستا دا نازونه بـــــــه ميئن اخــــــلي چې سالم زړه په يـــــوي ادا غـــــــواړې تائبَ ګــــپ کښــــې ئي په ورو اووئېل چه خلۀ به غـواړې که نه خــــوا غواړې پروفیسر غلام رباني تائب سرائے نورنګ Pro Ghulam Rabbani Taib Sraye Norang

Zan Sara Dar Ta Khu Ma Hum Na Khabrol Malgary Kho Domra Da Che Tamashay Ta Ba Ratlal Malgary

Image
ځان ســــره دار ته خو ما هم نــه خېژول ملګري خو دومــــــره ده چې تماشې ته به راتلل ملګري Zan Sara Dar Ta Khu Ma Hum Na Khabrol Malgary Kho Domra Da Che Tamashay Ta Ba Ratlal Malgary منم چې لاره د وفــا ډېـــــــــــره ازغنــــه لار ده بیا دومـــــره زر به له ما نه واپس کېدل ملګري بیګا مې خامخا له ستـــرګو نه چا خوب وړې ؤ بیګا مې واړه شپــــــــه پــه زړۀ راوریدل ملګري ما به پـه کاڼـــــــــــــو له شا ولي، ما دا کله منل نن مې پـــه خپلــــــــــــو ګنهګارو ولیدل ملګري خلک حیـــــران دي چې له کاڼو نه چینې اوؤتې زۀ یې چې شګـــــــو تـــه سپارلم ژړیدل ملګري واړه د حق د لار ملګــــري یو، نور فرق مو نشتــــه څوک دي په لار کښې،څوک تر دار ورسېدل ملګري زۀ چــــــــــې مقتل ته رسېدم دردهؔ تنها پاتې ؤم په هر قدم رانه پـه شا پاتــــــــــــې کېدل ملګري.  رحمت الله درد Rehmatullah Dard

Sharabo Ao Da Stargo Pa Khumar Ke Balha Farq Dy Che Somra Pa Gharaz Ao Pa Esar Ke Balha Farq Dy

Image
شرابو او د ستـــــــــرګو پۀ خمار کښ بلها فرق دے چې څومره پۀ غرض او پۀ ایثار کښ بلها فرق دے Sharabo Ao Da Stargo Pa Khumar Ke Balha Farq Dy Che Somra Pa Gharaz Ao Pa Esar Ke Balha Farq Dy واعظ د خپلې مینې شیژه ماته پۀ منــــــــــبر کړه زما د پټې مینې پۀ اظهار کـــــــــښي بلها فرق دے غوبل مې دے پۀ زړۀ کـــړي ستا غمونه خو ناتار نا جانانه پۀ غوبل او پۀ ناتار کـــــــــښي بلها فرق دے د ګل د خولې خبرـــــــــــې دي د ګل پۀ طبيعت دي دا چا ویل چې انکار او پۀ اقرار کـښي بلها فرق دے يې داسې يوې ګـــــــرانې تمنا ته ضــــــــــــد نیولې زړه! ستا پۀ تمنا , زما اختیار کــــــښي بلها فرق دے عاطـــــــــــره! تۀ خو نن هم د پرون پۀ قدم درومې خو نن خو د وختونو پۀ رفتار کــــښي بلها فرق دے ولي اياز عاطر بنو Wali Ayaz Atir Bannu

Benaqaba Che Ashna Pa Koma Lar Zi Lor Da Lora Pawashay Ye Da Rukhsar Zi

Image
بې نقابه چــــــــــــې اشنا په کومه لار ځي لور د لوره پلـــــــــــوشې ئې د رُخسار ځي Benaqaba Che Ashna Pa Koma Lar Zi Lor Da Lora Pawashay Ye Da Rukhsar Zi څو څلګــــۍ په وچ دهن کښې وي راپاتي ستا د لاسه رانه هغه هــــــــــم په دار ځي ستا د دره بينــــــــــــــوا داسـې روان شوم لکه کډه باروه له کلې خــــــــــــــــــوار ځي ستا د مينې ګمـــــــــــــبيلے په مخه يووړم د غرقاب لېوني چغـــــــــــــې پهٔ بازار ځي ما خـــــــو دا وي رسوایی به دي اونهٔ کړم د زړهٔ واګـــــــــــې اوس زما له اختيار ځي د سپرلي ميــــــرمنې څهٔ چارې دې اوکړي بلبلان د تا په لورې له ګلـــــــــــــــــزار ځي ښکاري ستا په برند نظــــــــــر دې ورکتلې زاهدان چــــــــــــې په توبه د استغفار ځي د شهيد ځلمي ايثار څــــــومره حسين دي په خندا ئې ځلمې، جونه له مــــــــزار ځي د ګُلـــــــــــــــــــــرخ لهٔ محبته به څهٔ وايم تصوّر چې ئې کـــــوم په زړهٔ مې خار ځي بيا ئې ستا د مستو شونډو شراب نوش دي ديوانه شاعـــــــــــــر خو ځکه نن خُمار ځي غازي شمس الزمان ديوانه مروت Ghazi Shamsuzaman Deewana Marwat

Yar Pa Zan Bande Shakman Kram Khudai De Khair Kri Che Qissa Kawi Pa Har Taki Qasam Khuri

Image
یار په زان باندے شکمن کړم خداي دې خیر کړي چې قیصه کـــــــــــــــوې په‌ ھر ټکې قسم خوري Yar Pa Zan Bande Shakman Kram Khudai De Khair Kri Che Qissa Kawi Pa Har Taki Qasam Khuri زړۂ مې ځکه په ټوپونو باندې ســـــــــــــــــر دي وینم زلفې ئې تندې دہ پاڅه خــــــــــــــم خوري تهٔ که خاندي خاندہ ټوقو قیــــــــــــــــصه نه دہ ناور خیل ناشاد به ســـــــــــر درپسې سم خوري ناشاد ناور خيل Nashad Nawar Khel

Hagha Ba Nor Vi Che Sparli Warla Gulona Raoral Moz Kho La Dak Bagh Na Khali Khali Lasona Raoral

Image
هغه به نور وي چې سپـــــرلي ورله ګلونه راوړل موژ خو له ډک باغ نه خالي خالي لاسونه راوړل Hagha Ba Nor Vi Che Sparli Warla Gulona Raoral Moz Kho La Dak Bagh Na Khali Khali Lasona Raoral ما خو دُعا د بارانه غوښتـــــې وه، څهٔ خبر ووم باران د ځان ســــــــــره لمن کښې تندرونه راوړل اختره! ستا هم پهٔ خــــــــوارانو خوٙښې نهٔ لٙوريده‌ اختـــــــــــره! تا هم مايوسې راوړه، فکرونه راوړل ځان دې ناره کړو زمانې ته، زه دي هــــــــم آزار کړم نوم د سوغات ورکوې خوان کښې دې سرونه راوړل سپرليه نهٔ دي خوشبـــــــــــويي د هغو زلفو راوړه نهٔ دي له هغو پستو شـــــــــــونډو سلامونه راوړل تهٔ خو جانان وې، ګل وې، تا خـــــو به خندا ويشله ته خـــــــو درد نهٔ وې ښکليه! تا ولې دردونه راوړل ما لهٔ دربار نه د زخمــــــــــــونو قبا راوړه " درده " خوشامدګــــــــــــــــرو خطابونه، خلعتونه راوړل   رحمت الله درد Rehmatullah Dard

Da Meenay Dard Ke Che Shidat Paida Shi Da Darman Hala Zarorat Paida Shi

Image
د مینے درد کښے چه شــــــــــدت پیدا شی د درمــــــــــــــــــــان هله ضرورت پیداشی Da Meenay Dard Ke Che Shidat Paida Shi Da Darman Hala Zarorat Paida Shi خوف د دوزخ په وجــــدان خپله خور شی طمع چه زړه کښے د جـــــــــــــنت پیدا شی ایمان چه ستا په کافـــــــــــــر حسن راوړی د هغهء زړه کښے مــــــــــــــــحبت پیدا شی د ستا د مــــــــــــــــــــــهر او د قهر له سوچ شوق د وصلت خوف د فرقــــــت پیدا شی ختم به شی زمونږ د فـــــــــــــــــــکر جمود که په شعور کښے مو جــــــــــدت پیدا شی د انقلاب په وخت بد بخــــــــــــت پشتونه تا کښے جذبه د بــــــــــــــــــغاوت پیدا شی خواهش د وصل چه مــــــجاز کښے نهء وی عشق کښے احــــــساس د حقیقت پیدا شی ساز ئے غږیږی په وجـــــــدان کښے د عشق زړه کښے چه سوز د مـــــــــعرفت پیدا شی چه په رضـا، قضــــــــــــــا د یار راضی شی په شریعیــــــــــــــت کښے طریقت پیدا شی چه اعــــــــــــــزاز اوګهنړے تهـــــمت د مینے په اذیت کښے بیا لـــــــــــــــــــذت پیدا شى څوک د علــــــــــی ع د ولا جام چه اوڅکی پکښے اثار د ولایـــــــــــــــــــــــــت ...