ـــــــــــــــــــــــــــــــــ لَړې ــــــــــــــــــــــــــــ __________ LADI ____________ تَـوره تیــارۀ پـۀ هـــر مېدان لړې دی زمکـــــه ړنده ده پــۀ اسـمان لړې دی Tora Tyaru Pa Har Maidan Ladi Di Zmaka Rranda Da Pa Asman Ladi Di داســــې ښــکارېږی جـوړ اللّه ناراضا دا چـې پۀ ښـــــــار او بیابان لړې دی Dase Khkareegi Jod ALLAH Na-raza Da Che Pa Khar Ao Bayaban Ladi Di چَرِند ، پَرِند ، دَرِند ، خَزِند ټول تنګ دی اللّه دِ خـــــــېر کړی دَ خفګان لړې دی Charind , Parind , Darind , Khuzind Tol Tang Di ALLAH De Khair Krri Du Khafgan Ladi Di دا چې دُعــــــا مـو یـــوه نۀ قبلـــیږی دا مــو پـۀ زړونـو دَ عِــصیان لړې دی Da Che Dua Mo Yawa Na Qableegi Da Mo Pa Zrrono Du Isyan Ladi Di ...