((نوي کال ته))
اے نوي کاله راشه
خو بس خوشاله راشه
خو یوه خبره زما
ځان سره یاد وساته
دغه سندره زما
ځان سره یاد وساته
ځان سره یاد وساته
دغه سندره زما
ځان سره یاد وساته
که ته جنګونه راوړې
که ته ویرونه راوړې
ده پښتنو په سیمه
که تندرونه راوړې
که ته ویرونه راوړې
ده پښتنو په سیمه
که تندرونه راوړې
نو چی را نشې دلته
دلته جنګونه ډېر دي
دلته په هر کلي کې
لا هم ویرونه ډېر دي
دلته جنګونه ډېر دي
دلته په هر کلي کې
لا هم ویرونه ډېر دي
د پښتنو په وینو
ډېر سره لاسونه شته دي
د پښتنو په سیمه
بلها اورونه شته دي
ډېر سره لاسونه شته دي
د پښتنو په سیمه
بلها اورونه شته دي
اے نوي کاله راشه
خو بس خوشاله راشه
خو بس خوشاله راشه
مونږ غمځپلي یو ډېر
مونږ کړېدلي یو ډېر
مونږ د بارود په لمبو
ښه سوځېدلي یو ډېر
مونږ کړېدلي یو ډېر
مونږ د بارود په لمبو
ښه سوځېدلي یو ډېر
د جنازو او شدت
مونږه نور توان نه لرو
ده دماکو او دهشت
مونږه نور توان نه لرو
مونږه نور توان نه لرو
ده دماکو او دهشت
مونږه نور توان نه لرو
ځان سره سوله راوړه
امن ښکلا راوړه
ده ورور ولۍ او مینې
په مونږ هوا راوړه
امن ښکلا راوړه
ده ورور ولۍ او مینې
په مونږ هوا راوړه
ده ارتقا په لور مو
دا پښتونخوا خوره کړه
په پښتني اولس کې
علم رڼا خوره کړه
دا پښتونخوا خوره کړه
په پښتني اولس کې
علم رڼا خوره کړه
دغه ارمان د حارث
پوره کړه بیا راشه
ګني نو مه راځه بیا
واپس په شا راشه
پوره کړه بیا راشه
ګني نو مه راځه بیا
واپس په شا راشه
اے نوي کاله راشه
خو بس خوشاله راشه
خو بس خوشاله راشه
No comments:
Post a Comment