Du Pokhtane Mor Awaaz


‎غزل‎'s photo.
دپښتني مور آواز
زما په عقل کې نقص نه شته ده انســـــــــان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان دی قهرمـــــــان يمـــــــــه زه
د ميوند جنګ کې قربانی تــــــــه په ميدان ومه زه
ما چې ور کړی امتحان دی قــــــهرمــــــــان يـــــــــمه زه
سر کې ما غزه لرم ما غزو کې احساسات لرمـــه
زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه
داسې خو مه وايه چه کور کی ياپه ګور کې اوسه
ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لــــــرمه
د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه
ماچې ورکرې امتحان دی قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه
دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه
دجهالت الزام کړه لرې نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه
عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼـــه
که ترقي دوی مقصد ددوی مقام پــــــــورتــــــــه کړه
ټول نړيوال ته په طاقت کې ښه بيان يــــــــــــــمه زه
ما چه ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه
دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږ کـې شور ماښور مه کوه
دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري
داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري
(حفيظه ) وايـــــــــه چـې قدرت د ستر کاروان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان دی قهرمـــــــان يمـــــــــه زه

No comments:

Post a Comment

Featured post

Main tumko bhool jaonga lekin yeh shart hai Gulshan mein chal ke phool se khushbo juda karo

Main tumko bhool jaonga lekin yeh shart hai Gulshan mein chal ke phool se khushbo juda karo