Yam e Mazdoor Da Nan Bazar Ke Mazdori Dera Da Du Cha Khabara Che Zamonga Majbori Dera Da



یومِ مزدور
یـومِ مـــزدور ده نـن بازار کـــښې مزدوری ډېره ده
دَ چــــا خـــــبره چــــې زمــــونږه مجبوری ډېره ده
لیــک دَ تقـدیر دے دَ تقـدیر پۀ لیــک به صـبر کووم
زمونږ قسمت کښې ئې لیکلې جوړ خواری ډېره ده
دَ ورځــې کار کووم دَ شــپې دَ کور څــوکۍ کوومه
دَ کـور عــزت ســــــاتمه دَلــــــته غـــلاګری ډېره ده
مــــاشـــومـــې لُـــور راته نن اُوې بابا کار له مۀ ځه
څوک به دِ مړ کړی بابا ښار کښې ترخګری ډېره ده
مـــــا ورته وې لُورِې دَ کار نه بغــــــېر کار نۀ کیږی
زمـــــــا پۀ ســـــر دَ ټول ټـــــبر ذمه واری ډېره ده
یتیم دَ سکــول نه نن پټ شــوے وو نو کار له لاړۀ
مــــــاته ئې وِې زمــــا پۀ مور قرض پوری ډېره ده
ازغــے مــې مــات شـو دَ څپلو مې وو تَلِی شلېدلی
پۀ ګؤډه خپه صحرا کښې تلَـمه خو ګرمی ډېره ده
کـؤنډې وئیل چـې وَړو وَرشئ څـۀ پکـښې اُوګورئ
خــان دَ باړۍ شـــــاته غؤرځــــولې تلکاری ډېره ده
دَ کلـــی خانه تۀ دَ خـــــــېټې غم نه څــــۀ خبر ئې
پېــسې خو پرېګده ستا خو زمکه سرکاری ډېره ده
ما اَورېدلــی دی جنت کـــــښې به مــــزې ډېرې وی
مرګ ځکـــه غواړم چې دَمَه شم بې صبری ډېره ده
تا خـــو زړۀ ســــپک کړو مـونږه څلــه پۀ ژړا ژړاوِې
یه مـومـن خانه ! بس دے دومـره شاعرې ډېره ده
شاعر
مومن خان مومن  
پرمولی رزړ صوابی
پۀ ورځ دَ یومِ مزدور سمدستی وېنا ـ اولنے مئی ۲۰۱۸ء

Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein