Tu Yaw Qasam Okhra Che Na Badlegam Da Ba Yama Bya Ba Kafir Yama Ashna Ku Du Bal Cha Ba Yama
ته يو قسم اوخوره چې نه بدلېږم دا به يمه
بيا به کافر يمه اشنا که د بل چا به يمه
Tu Yaw Qasam Okhra Che Na Badlegam Da Ba Yama
Bya Ba Kafir Yama Ashna Ku Du Bal Cha Ba Yama
ښکليه دا وعده پوره ده که نه بله وکړم
زه که يو سل ځله پېدا شمه نو ستا به يمه
Khukoliya Da Wa'ada Pora Da Ku Na Bala Wakram
Zu Ku Yaw Sal Zala Paida Shama Nu Sta Ba Yama
څومره چې ستا کوڅې ته درغلم يقين دی اوشه
که مدرسې ته دومره لاړم نو ملا به يمه
Somra Che Sta Kose Ta Daghlam Yaqeen De Aosha
Ku Madrasy Ta Domra Ladam Nu Mula Ba Shama
په يو سړي باندی مې قرض دی او دومره دی چې
که يې لسمه حصه راکړه نو باچا به يمه
Pu Yaw Sadee Bande Mi Qaraz Dy Ao Domra Dy Che
Ku Yaye Lasama Hissa Rakda Nu Bacha Ba Yama
دغه د تريو تندي الزام خو په ما مۀ لګوۍ
زه که د ډيره غمه مړ ووم په خندا به يمه
Dagha Du Treew Tandi Ilzam Kho Pu Ma Mu Lagawai
Zu Ku Du Dera Ghama Marr Wom Pu Khanda Ba Yamah
مينې ضدي يم خو دا يو کمزوري هم لرمه
که مرور شومه ته اوخانده رضا به يمه
Meenay Ziddi Yam Kho Da Yaw Kamzori Hum Larama
Ku Marawar Shoma Tu Okhanda Raza Ba Yama
ساګر جان يوسف خيل
Sagar Jan Yousaf Khail
.jpg)
Comments
Post a Comment