Wadoona Khairatona Di Sezan Dy Khorakona Di



ودونه او خيراتونه دی
سیزن دے خوراکونه دی
تپوس دغریب نشته دے
بس خان له دعوتونه دی
درک داِخلاص نه لګی
تش نوم نمائشونه دی
پيسې ټولې حرامې دی
دغلا او رشوتونه دی
فقیر ترینه شړلے شی
مالدار پسې کاډونه دی
غوښه پکښې نه ښکاری
وازدې دی ډونګونه دی
موټر کاکا ته ښه ګوری
خوار ته سپک نظرونه دی
دغه ځائ بريتو ناست دے
دا ډک چه خانکونه دی
یواوبل راځی ورله
ویلکم سلامونه دی
پاڅوئ ملنګ ماما
شور دے آوازونه دی
وې خوړې په دریم ځل
ډک کړی ئے جیبونه دی
اوږې لاړ ملنګ فقیر
دا څنګ خيراتونه دی
غټ مخلوق راغلې دے
دوه اویا ديګونه دی
نیت ئے ښُکلې نه ښکاری
بله ورځ ووټونه دی
ځکه دا ديګونه دی
ځکه خيراتونه دی
دغه اميدوار دے
تندی باندې لاسونه دی
لاس کښې ئي انار دے
ترخ کښې ئي بمونه دی
بله ورځ ووټونه دی
مات ګډ او کاګه واګه
دا زما شعرونه دی


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein