Da Mula Ibadat Kasab Pasedal Ao Kenastal
د مـُلا عبادت، کسب
پاڅېدل او کېناستل
Da Mula Ibadat Kasab
Pasedal Ao Kenastal
د حـلوا پۀ ارمـانونو
تل الله الله کــــــول
د مـُلا مینه عـجـبه
پۀ پېتــۍ مــئینېدل
او د حورو لمغړو ته
د خــرچوکو هڼېدل
د صوفي عبادت ویر دے
سوځېدل او ژړېدل
د رحمان رحیم د نوم نه
رپېدل او وېرېدل
د صوفي مینه عجبه
د زړۀ ګل مړاوے کول
بې کنار دریاب د حُسن
پۀ کوزه کښې بندول
د زاهد عبادت چړ دے
سوال، منت، ژړا کول
پۀ جنت او دې دنیا کښې
د فایدې سودا کول
د زاهد مینه عجبه
په خپل ځان مینېدل
د ریا سپي جوټه کړې
دلرُبا لا ورکول
د غني عبادت مینه
ځان جانان کې ورکوَل
د مئینو سترګو شرنګ ته
ګډېدل او خندېدل
د غني مینه عجبه
ټول بیلات، هیڅ نه ګټل
دا خپل ځان او جهان واړه
یو خُمار کې ډوبول
پۀ دې نظم کښې غني خان د مختلفو قشرونو د عبادت طریقه او طرز العمل ښايي او بیا خپل نظر پرې وړاندې کوي. زاهد هغه څوک وي چې د دین لپاره یې دنیا ترک کړي وي او د خپل ژوند ټوله برخه پۀ عبادت تېروي حالانکه پیغمبر ع لۀ داسې عبادت نه منع کړې ده. پيغمبر ع فرمایلي چې زۀ پۀ تاسو کې تر ټولو زیات پرهېزګاره یم خو ټول عمر یوازې عبادت نۀ کوم او نور دنیوي کارونه هم اجرا کوم.
غني وایي چې د زاهد عبادت چړیتوب او دروېزه کول دي. ټول عمر خدای ته ژړا کوي او حتی دوی پۀ خپلو منځونو کې هم پۀ زیات عبادت او شکسته نفسۍ کې ریا کوي. ویل ډورانټ د تمدن تاریخ کې د دې زاهدانو پۀ اړه جالبې کړي. هغه لیکلي دي چې زاهدانو به پۀ خپل زهد کې لۀ یو بل سره سیالۍ کولې او بیا یې د دې سیالیو عجیب او غریب مثالونه ذکر کړي.
رحمن بابا وایي،
ځکه زاهد زهد کړي د یو جنت لپاره
سر شیندلی نۀ شي پۀ وربل د جانانه
پۀ اسلامي نړۍ کې زهد او تصوف هغه وخت پیدا شو چې کله د مسلمانانو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي انحطاط پیل شو. د مغولو حملو اسلامي خاوره پۀ هر لحاظ کمزورې کړه او نور نو د مسلمانانو لپاره پۀ دنیا کې خوند نۀ و پاتې دوی د دې حالت نه د وتلو لپاره زهد ته مخه کړه او خپل ځانونه یې پکې خوندي وموندل. د صوفیانو ډېرې فرقې هماغۀ وخت کې پیدا شوې او لۀ هغې وروسته دین پۀ دنیا باندې غوره وبلل شو. کله چې پۀ عبادت کې د خدای د رضا پر ځای د ځان ګټه هدف وي نو بیا به زاهدان حتماً پیدا کېږي. ویل ډورانټ دا هم لیکلي چې زاهدان لۀ مالیې معاف، لۀ نظامي خدمته خلاص او د بېګار لۀ کارونو بښل شوي و نو دا خو د دې دنیا مزې دي او د دې دنیا مزې به لا څۀ وي؟ د هغې دنیا آبدي مزې لا هم د زاهدانو پۀ برخه وې نو چې سړی زهد خپله پېشه نۀ کړي نو څۀ به کوي!
د زهد افراطي نمونې پۀ عیسویت او بودایزم کې هم کمې نۀ دي. مهاتما ګاندي د جاینیزم فرقې پورې تړاو درلود. دی یو کلک مذهبي مشر و خو پۀ عین حال پۀ سیاست کې کلک سیکولریست. هغه ستر انسان پوهېدۀ چې د دین او دنیا اړيکه څنګه وپالي. هغه کۀ څۀ هم د زهد یوه بهترینه نمونه وه خو دولت لپاره یې سیکولري ارزښتونه پۀ پام کې نیول. یو افراطي زهد دی او یو مراقبه چې سړی څیله شي او خپله د خپل ځان اصلاح کوونکی شي. زاهد یوازې عبادت ته کش وي، د غني پۀ وینا "د دوزخ پۀ اور او زور کې د خدای ښایست او سینګار لټوي" مګر هغوی چې مراقبه کوي، فکر کوي او د خپل فکر پۀ زور خدای ته ځان رسوي. دوی د عابد او زاهد صفتونه د ځان لپاره نۀ قبلوي او ټول تمرکز یې پۀ هغۀ څۀ وي چې واقعي یې غواړي. "پلټونکی موندونکی دی." کله چې څوک مراقبه کوي د یوې مسئلې پۀ اړه تر هغې فکر کوي تر څو یې ځان قانع کړی نۀ وي. زۀ د مراقبې پۀ اصولو او طریقه نۀ پوهېږم د (هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ) کتاب کې د دې پۀ اړه ډېر څۀ موندلی شئ او بیا د زهد او مراقبې توپیر لا ښۀ کولی شئ
غني خان بابا
Ghani Khan Baba

Comments
Post a Comment