Ae Da Zrru Sultana ! Tu Da Zrru Sultan Da Cha Ye? Sta Ranzoran Der Di Waya Ta Darman Da Cha Ye?



اے د زړهٔ سلطانه! تهٔ د زړهٔ سلطان د چا يې؟
ستا رنځوران ډېر دي وايه تهٔ درمان د چا یې؟
Ae Da Zrru Sultana ! Tu Da Zrru Sultan Da Cha Ye?
Sta Ranzoran Der Di Waya Ta Darman Da Cha Ye?

اور د اننګو دې څوک پاخهٔ کړل څوک يې وسول
اے پهٔ مخ آتشه! سود د چا، تاوان د چا یې؟

ډېر دي ميخانې لره ورځي د شونډو جام له
وايه تهٔ خاصه ساقي د چا، مغان د چا يې؟

ډېر درته خراب زړونه کباب پهٔ طمع ناست دي
یاره شرابخوره تهٔ مېلمه پهٔ خوان د چا یې؟

هر څوک دې پهٔ ځار او پهٔ قربان او پهٔ جان بولي
جان خو بېشک جان یې ولې وایه جان د چا یې؟

پټ دي کهٔ ښکاره دي مئین ټول پهٔ تا ډاډه دي
ووایه څرګند، ظاهر د چا، پنهان د چا یې؟

خلک درته خانه خانه وایي چاپلوسي کړي
وزمایه خپل حکم چې پهٔ صدق خان د چا یې؟

زهٔ درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه
تهٔ سبا خندان لکه ګل واز ګرېوان د چا یې؟

علي خان بابا
Ali Khan Baba


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein