Bakht Che Marawar Na Vi Laas Ke Mi Di Zar Na Vi

 


 

بخت چـــــــــــــــې مرور نۀ وي
لاس کښې مــــــې دې زر نۀ وي
Bakht Che Marawar Na Vi
Laas Ke Mi Di Zar Na Vi

دا به د یار در نـــــــــــــــــــۀ وي
خاؤره ئې چــــــــــــې زر نۀ وي
ګـــــــــــــــــــل به ورته نۀ وایم
بیا چـــــــــــــــــــې مرور نۀ وي
ځان پورې چــــــــــــې اوخاندي
کــــــــــــــــــــار د هر بشر نۀ وي
دلته ستــــــــــــــــرګې ډېرې دي
سترګـــــــــــــو کښې نظر نۀ وي
خدایه لـــــــــــــۀ ازمېښت پناه
هر څـــــــــــــوک پېغمبر نۀ وي
هر یو تن انســــــــــــــان نۀ وي
هر کانړے ګــــــــــــــوهر نۀ وی
لا به محبت کـــــــــــــــــــــــوم
لا به زمــــــــــــــــــــا سر نۀ وي
دا خـــــــــــــــو "درده" ناز کوي
ښکلي ناخبــــــــــــــــــــر نۀ وي


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein