Be La Ta Ku Hukoly Ra Da Tol Jahan Shi Yaqeen Na Da Che Warporta Mi Chishman Shi



بې له تا که ښــــکلي را دَ ټول جـهان شي
يقين نه ده چې ورپورته مې چشمان شي
Be La Ta Ku Hukoly Ra Da Tol Jahan Shi
Yaqeen Na Da Che Warporta Mi Chishman Shi
چې نن دلته او صــــبا هلته ميئن وي
ورک دے داسـې زړهٔ او دغسې انسان شي

وا به نه وړمه دَ عــــــــــــشق دَ کاروباره
په نصحت که راته ستـــړی ناصحان شي

محبت خو قرباني دَ زړګـــــــي غواړي
داسې هيس کله ما وايه چــې آسان شي

بې له عشق نه بۀ اوچــــــت بل مقام نه وي
خو چې څوک پکښې په سمه لار روان شي

دا دروغــــــــــو عاشقانو نخښه دا وي
چې د چــــــــرسو نشے واخلي نشَيان شي

نا اميده کېدل کفــــــــر سره سم دي
لا اميد لرم چـــــــې خدائ به مہربان شي

ښکلي رنګ دے ما سرکی کمال نه هير ده
خو دَ نوم په يادېدو مے دې ګُزران شي
سرکۍ کمال
Sarki Kamal


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein