Benaqaba Che Ashna Pa Koma Lar Zi Lor Da Lora Pawashay Ye Da Rukhsar Zi



بې نقابه چــــــــــــې اشنا په کومه لار ځي
لور د لوره پلـــــــــــوشې ئې د رُخسار ځي
Benaqaba Che Ashna Pa Koma Lar Zi
Lor Da Lora Pawashay Ye Da Rukhsar Zi

څو څلګــــۍ په وچ دهن کښې وي راپاتي
ستا د لاسه رانه هغه هــــــــــم په دار ځي

ستا د دره بينــــــــــــــوا داسـې روان شوم
لکه کډه باروه له کلې خــــــــــــــــــوار ځي

ستا د مينې ګمـــــــــــــبيلے په مخه يووړم
د غرقاب لېوني چغـــــــــــــې پهٔ بازار ځي

ما خـــــــو دا وي رسوایی به دي اونهٔ کړم
د زړهٔ واګـــــــــــې اوس زما له اختيار ځي

د سپرلي ميــــــرمنې څهٔ چارې دې اوکړي
بلبلان د تا په لورې له ګلـــــــــــــــــزار ځي

ښکاري ستا په برند نظــــــــــر دې ورکتلې
زاهدان چــــــــــــې په توبه د استغفار ځي

د شهيد ځلمي ايثار څــــــومره حسين دي
په خندا ئې ځلمې، جونه له مــــــــزار ځي

د ګُلـــــــــــــــــــــرخ لهٔ محبته به څهٔ وايم
تصوّر چې ئې کـــــوم په زړهٔ مې خار ځي

بيا ئې ستا د مستو شونډو شراب نوش دي
ديوانه شاعـــــــــــــر خو ځکه نن خُمار ځي

غازي شمس الزمان ديوانه مروت
Ghazi Shamsuzaman Deewana Marwat


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein