Da Che Ghamjane Shogery Kawi Da Chata Kawi Laka Maghay Pa Ghano Shpay Kawi Da Chata Kawi



دا چې غمجنې شوګېرې کوې دا چاته کوې
لکه مرغۍ په غنو شپې کوې داچاته کوې
Da Che Ghamjane Shogery Kawi Da Chata Kawi
Laka Maghay Pa Ghano Shpay Kawi Da Chata Kawi

چې دې ښېرې وسېځي شونډې دعاګانې یې کړه
په دعاګانو کښې ښېرې کوې دا چاته کوې

په خاموشۍ کښې هېبت ناکې زلزلې راولې
دا کله کله چې نارې کوې دا چاته کوې

تا خو دا ټول سپرلی په دې دامانو ځان له تېر کړو
چه د ګل پاڼو نه جامې کوې دا چاته کوې

ته خپل غمجن غمجن اواز رسؤل چاته غواړې
دا کله کله چې ټپې کوې دا چاته کوې

خال په تندي ږدې د رېدي د زړۀ د سوي داغه
چې د غانټولو نه ګجرې کوې دا چاته کوې

دا تاته چا دي در زده کړي د سائل سندرې
چې په سندرو کښې ګیلې کوې دا چاته کوې

رحمت شاه سائل
Rehmat Shah Sael


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein