Da De Kali Ao Kharyo Pukhtana Wuka Da Attock Da Seend Par Gharra Gharra Larr Sha
د تراب د مرګ وصیت پۀ غور واورئ
Da TURAB Da Marg Waseeyat Pa Ghor Waorai
د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه
Da De Kali Ao Kharyo Pukhtana Wuka
د اټک د سیند پر غاړه غاړه لاړ شه
Da Attock Da Seend Par Gharra Gharra Larr Sha
د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه
Da Khattacko Yousafzo Pukhtana Wuka
پۀ قرار قرار مږ یوسه صوابۍ ته
Pa Qarar Qarar Mug Yousa Swabai Ta
د یوسف او شېربانو پوښتنه وکه
Da Yousaf Ao Sherbano Pokhtana Wuka
جنازه مې ملکنډ پۀ څوکو کیږد
د مومندو باجوړو پوښتنه وکه
پۀ مزه مزه می کوز که اشنغر ته
پۀ مردان کښې د کوڅو پوښتنه وکه
زه خلیل او داودزي پۀ ما خبر که
د ادم او د دُرخو پوښتنه وکه
پېښور دره کوهاټ درنه هېر نۀ شـي
د هنګو د دواوو پوښتنه وکه
زه پۀ ټل زما د مرګ یوه ټپه شه
د مېرلي د ورشو پوښتنه وکه
چې د بنو مازدیګر درنه هېر نۀ شي
د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه
چې د کوټې او چمن پۀ لاره لاړ شې
د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه
بیا پۀ بیړه بیړه راشه کورمې خور ته
د هغې د سرو لاسو پوښتنه وکه
هلته زما د ادبي سنګر یاران دي
پۀ سده کښې د هغو پوښتنه وکه
زه بنګش، علیشیرزیو، یورکزو ته
د توتکې د چینارو پوښتنه وکه
د پکتیا ټولو قامو ته لاس اوچت که
د مننګو د ښاخو پوښتنه وکه
د تیرا پۀ تورو غرونو به راواوړې
د خېبر د افریدو پوښتنه وکه
د خاطر د خاطرو به خاطر وکړې
د حمزه د تاترو پوښتنه وکه
د شمشاد پۀ جګو څوکو سلام وایه
پۀ شلمان کښې د تاپو پوښتنه وکه
هزارناو او باسول نه چې ورتېر شي
پۀ ډاګو کښې د خېمو پوښتنه وکه
نارنج ګل مې د پټکي هر ول کې کېږده
ننګرهار کښې د باغو پوښتنه وکه
د ملنګ یو څو اشعار به چاته یاد وي
اخوا دیخوا د باندډو پوښتنه وکه
د کُنړ په سردرو جرګه جرګه شه
د ببهسودو دورنټو پوښتنه وکه
پۀ لغمان کښې مهترلام بابا زیارت دے
مازیګر د تیرګاړو پوښتنه وکه
سیرشاهي پاچیراګام درنه هېر نۀ شي
چپرهار کښې د ډاګو پوښتنه وکه
د کفن پټکی می کوږ په سر راکيږده
بیا ورځه د خوګیاڼو پوښتنه وکه
د تور غر او د سور رود پۀ لویه لاره
د ناري ناري برجو پوښتنه وکه
د سپین غر د جګ دالان لاندې مې کېږده
د څڅوبي د اوبو پوښتنه وکه
وطنۍ شنه لوپټه پۀ ما خوره که
د سرګړي د وښو پوښتنه وکه
تر هغې مې خړو خاورو کې پټ نۀ کړې
د پرېوتو دېوالو پوښتنه وکه
تواقف می جنازې لپاره واخله
دواړې غاړې د مورچو پوښتنه وکه
په ما خاورې کړه انبار چی درز وانۀ ورم
په مزار مې د ډېوو پوښتنه وکه
ارواښاد مطيع الله تراب صیب

Comments
Post a Comment