Da Hagha Kali Na Raghali Melma Waya Da Hagha Kali Hal Sanga Dy?



د ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ
ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﺣﺎﻝ څنګه ﺩے؟
Da Hagha Kali Na Raghali Melma
Waya Da Hagha Kali Hal Sanga Dy?

ﭼﯥ څۀ ﺑﺪﻟﻮﻥ پکښې ﺭﺍغلے ﮐﻨﻪ؟
ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻓﮑﺮ څنګه ﺧﯿﺎﻝ څنګه ﺩے؟
ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻟﯿﮑﻮﺍﻝ ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ
ﺩ آفسرانو ﻗﺼﯿﺪﯤ ﻭﺍئي
ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﺧﺎﻧﺎﻥ ﻣﻠﮑﺎﻥ
ځاﻥ ﺩﺭﻧﻮﻱ خپلې ﺩﺭﻧﯥ ﻭﺍﺋﻲ
ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﻫﻐﻪ ځائې ﻏﺮﯾﺐ ﺩﻟﻪ ﺩے
پۀ ټوﮎ ډﻭډۍ ﭘﺮﺩۍ حجرې ﺳﺎﺗﻲ
ﭘۀ شاباﺳﻲ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺮګوﻧﻪ ﮐﻮﻱ
ﺷﺎﻥ ﺩ ﺧﺎﻧﺎﻧﻮ ﺩ ﺷﻤﻠﯥ ساﺗﻲ
مجرمان اوس هم سپین سپیځلي ګرزي
افسران اوس هم رشوتونه اخلي
سمګلران اوس هم د نوټونو په زور
د چا ایمان د چا سرونه اخلي
ﺩ ﻫﻐﻪ ﮐﻠﻲ ﻧﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﻣﯿﻠﻤﻪ
ﻭﺍﯾﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ کلي حال څنګه دے؟
هلته کي اوس هم د عاشق زندګي
پۀ غم لړلو اسویلو تیریږي
اوس هم د میني د مئین زندګي
پۀ فریادونو پۀ زبیرګو تیریږي
اوس هم د هغه ځائې د ښکلو فرقه
د عشقه بود غواړي بهبود غواړي
د مئینانو نه څۀ بوده کوي
د محبت د سره سود غواړي
د هغه کلي نه راغلي میلمه!
وایه زما د لالي حال څنګه دے؟
چرته پۀ لار کوڅه کښې ښکاري کنه؟
څوک يې پۀ ښه بده کي ستايي کنه؟
زما غزلې خو ترې هېرې نۀ دي؟
د خپل ښایست سندرې وايي کنه؟
ریښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟
د محبت پۀ لاره سم دي کنه؟
د غیرت اور خو يې مړ شوے نۀ دے؟
پۀ مینه هغسې محکم دي کنه؟
د هغه کلی نه راغلي میلمه!
وایه د هغه کلي حال څنګه دے؟
چې څۀ بدلون پکښې راغلے کنه
زما خواري خو اوبو وړې نۀ ده؟
زما محنت څۀ ځائې نیولے کنه؟
هغه تودې جذبې سړې خو نۀ دي
ما بلې کړې ډیوې مړې خو نۀ دي
د هغه کلی نه راغلي میلمه!
وایه د هغه کلي حال څنګه دے؟
چې څۀ بدلون پکې راغلے کنه؟
د خلکو فکر څنګه خیال څنگه دے؟
ارواښاد صاحب شاہ صابر
Sahib Shah Sabir


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein