Da Meenay Dard Ke Che Shidat Paida Shi Da Darman Hala Zarorat Paida Shi



د مینے درد کښے چه شــــــــــدت پیدا شی
د درمــــــــــــــــــــان هله ضرورت پیداشی
Da Meenay Dard Ke Che Shidat Paida Shi
Da Darman Hala Zarorat Paida Shi

خوف د دوزخ په وجــــدان خپله خور شی
طمع چه زړه کښے د جـــــــــــــنت پیدا شی

ایمان چه ستا په کافـــــــــــــر حسن راوړی
د هغهء زړه کښے مــــــــــــــــحبت پیدا شی

د ستا د مــــــــــــــــــــــهر او د قهر له سوچ
شوق د وصلت خوف د فرقــــــت پیدا شی

ختم به شی زمونږ د فـــــــــــــــــــکر جمود
که په شعور کښے مو جــــــــــدت پیدا شی

د انقلاب په وخت بد بخــــــــــــت پشتونه
تا کښے جذبه د بــــــــــــــــــغاوت پیدا شی

خواهش د وصل چه مــــــجاز کښے نهء وی
عشق کښے احــــــساس د حقیقت پیدا شی

ساز ئے غږیږی په وجـــــــدان کښے د عشق
زړه کښے چه سوز د مـــــــــعرفت پیدا شی

چه په رضـا، قضــــــــــــــا د یار راضی شی
په شریعیــــــــــــــت کښے طریقت پیدا شی

چه اعــــــــــــــزاز اوګهنړے تهـــــمت د مینے
په اذیت کښے بیا لـــــــــــــــــــذت پیدا شى

څوک د علــــــــــی ع د ولا جام چه اوڅکی
پکښے اثار د ولایـــــــــــــــــــــــــت پیدا شي

جوړ شی هغه لکه د حــــــــــــر رض حسینی
چا کښے چه پت د حــــــــــــــــریت پیدا شی

بهلوله دا شرک دے وحـــــــدت کښے د عشق
خیال د دوئی چه کوم ســـــــــاعت پیدا شی

نهء به مخدوم عطا رح شی جوړ بل سید
نهء به بیا بل بهلول مـــــــروت پیدا شی

 اقبال بهلول مروت
Iqbal Behlol Marwat


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein