Da Raqeeb La Stargo Zar Sham Pa Ghussa Ke Mata Gora Da Kho Hum Hagha Sade Dy Che Pa Meena Tata Gori
د رقيب له سترګو ځار شم په غصه کښې ماته ګـــــوري
دا خو هم هغه ســـــــړے دے چې په مينه تاته ګـــــوري
Da Raqeeb La Stargo Zar Sham Pa Ghussa Ke Mata Gora
Da Kho Hum Hagha Sade Dy Che Pa Meena Tata Gori
بې ســـــــــلامه بې کلامه ما تېــــــــــــرېږه ګل اندامه
خلق مــــــــخ په وړاندے درومي کله کله شاته ګـــــوری
د صبا صبا وعدــــــــــــے به چې ژوندے اوسے کوے بۀ
انتظار خـــــــــــــوړلی زړونه به ترڅو صبا ته ګــــوري
خبر نه يم څه سبــــــــب دے دغه کار ۓ نن عجب دے
زہ د یار سترګو ته ګـــــورم يار مے بلے خوا ته ګـــــوري
زما ښکلـــــــي انتخاب ئې په عالم کې لا جــــــــواب ئې
واړه خلق په محــــــــــفل کې ځکه ما او تاته ګـــــــوري
تبسم مروت! خيـــــــر دے يار به راشی وخت لا ډېر دي
څهٔ د عمـــر تقاضا ده څهٔ پښــــــــتو حيا ته ګـــــــوري
حميد الله جان تبسم مروت
Hameedullah Jan Tabassum Marwat

Comments
Post a Comment