Da Sparly Shpa Wa Masta Mastana Story Kedal Der Rokhan Rokhana Spogmai Walara Wa Khkuly Hairana Lewanay Swal Wukro Da Khpal Janana



د سپرلي شپه وه مسته مستانه
ستوري کيدل ډېر روښان روښانه
سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حېرانه
لېوني سوال وکړو د خپل جانانه
Da Sparly Shpa Wa Masta Mastana
Story Kedal Der Rokhan Rokhana
Spogmai Walara Wa Khkuly Hairana
Lewanay Swal Wukro Da Khpal Janana

رڼا مې پوهې له د لامکانه را
مستي مې سترګو له د خپله ځانه را
د خپله ځانه ياره ، د خپله ځانه
ليوني سوال وکړو د خپل جانانه

ناګاهه بړق شو درياب د نور راغے
څۀ پۀ مستۍ راغے څۀ پۀ غرور راغے
هستي شوه ګونګۍ مستي ګويانه
ليوني سوال وکړو د خپل جانانه

او ليوني ورته زړګے کړو لرې
ډير پۀ خوارۍ پکښې ځائ شو يو بڅرې
نور ډک د ځانه وو ډک د جهانه
ليوني سوال وکړو د خپل جانانه

درياب د نور لاړو، ښېست او رڼا لاړه
او د جانان مستي جانان له بيا لاړه
ليونے پاتې شو څيرې ګريوانه
د سپرلي شپه وه مسته مستانه

غني خان بابا
Ghani Khan


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein