Da Zrru Pa Hal Mi Khabredy Wale Na Zama Arman Wo Tu Ratlay Wale Na
دٙ زړۀ پۀ حال مې خبــرېدې ولې نۀ
زما ارمان وۀ تۀ راتلــــــــــې ولې نۀ
Da Zrru Pa Hal Mi Khabredy Wale Na
Zama Arman Wo Tu Ratlay Wale Na
دا دوه قـــدمه به دې ګــران نۀ ګڼل
پۀ اشــارو مې پوهېـــــــدې ولې نۀ
ما به دې حســن ته دعا کـــــړې وه
د زړګــي ســـــــره اودرېدې ولې نۀ
چــې دې زما پۀ ميـــــنه بل ته کتل
د خپل ضمـير نه شــرمېدې ولې نۀ
چې پروانه دې زۀ سرکۍ کمال کړم
بیا راته شمعې بلېــــــــــــدې ولې نۀ
سر کۍ کمال
Sarki Kamal

Comments
Post a Comment