Deendary Rana Da Jwand Bahar Aghesty Ma Da Khpaly Zawanai Der Azar Aghasty



دیندارۍ رانه د ژوند بهار اغستے
ما د خپلې ځوانۍ ډېر ازار اغستے
Deendary Rana Da Jwand Bahar Aghesty
Ma Da Khpaly Zawanai Der Azar Aghasty

زۀ پۀ داسې مذهبي فضا کښې اوسم
چې زما نه ئې خپل واک اختيار اغستے

د ديدار د خوند خو دغه اندازه ده
چې منصور پسې پۀ خوښه دار اغستے

غېر غماز مې لمبې بلې پۀ وطن کړې
پکښې اور، سروې، نښتر، چينار اغستے

پۀ دې ښکلې جنتي سيمه غوغا ده
هر سړے پۀ مخه تور ښامار اغستے

زلمو! ژوند نه مزې واخلئ! ستاسو وار دے
مونږ څۀ مات ګوډ، خپله برښه وار اغستے

خپل قسمت زما د خپلو لاسو جوړ دے
دې قسمت رانه د خرۀ شان کار اغستے

د دې وخت دردونه اړوي پۀ ساز کښې
روغاني يو چترالے سيتار اغستے

ارواښاد عبدالرحیم روغانے
Abduraheem Raghane


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein