Hagha Ba Nor Vi Che Sparli Warla Gulona Raoral Moz Kho La Dak Bagh Na Khali Khali Lasona Raoral



هغه به نور وي چې سپـــــرلي ورله ګلونه راوړل
موژ خو له ډک باغ نه خالي خالي لاسونه راوړل
Hagha Ba Nor Vi Che Sparli Warla Gulona Raoral
Moz Kho La Dak Bagh Na Khali Khali Lasona Raoral

ما خو دُعا د بارانه غوښتـــــې وه، څهٔ خبر ووم
باران د ځان ســــــــــره لمن کښې تندرونه راوړل

اختره! ستا هم پهٔ خــــــــوارانو خوٙښې نهٔ لٙوريده‌
اختـــــــــــره! تا هم مايوسې راوړه، فکرونه راوړل

ځان دې ناره کړو زمانې ته، زه دي هــــــــم آزار کړم
نوم د سوغات ورکوې خوان کښې دې سرونه راوړل

سپرليه نهٔ دي خوشبـــــــــــويي د هغو زلفو راوړه
نهٔ دي له هغو پستو شـــــــــــونډو سلامونه راوړل

تهٔ خو جانان وې، ګل وې، تا خـــــو به خندا ويشله
ته خـــــــو درد نهٔ وې ښکليه! تا ولې دردونه راوړل

ما لهٔ دربار نه د زخمــــــــــــونو قبا راوړه "درده"
خوشامدګــــــــــــــــرو خطابونه، خلعتونه راوړل

 رحمت الله درد
Rehmatullah Dard


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein