Hware Zulfi De Pa Makh Khlwal Ka Zy Pa Zy Pake Gulona Jor Da Chal Ka
ورے زلفــــې دے په سپين مخ خالول که
زے په زے پکـــــې ګلونه جوړ دَ چل که
Hware Zulfi De Pa Makh Khlwal Ka
Zy Pa Zy Pake Gulona Jor Da Chal Ka
شنۀ خالونه دے په غــــــونډه زنه کېږده
دَ خونکارې ستـــــــرګې تورے په کاجل که
په خندا شه راته غېګ دَ مينــــــې راکړه
يو ساعت مے د زړګــــــي خيالات بدل که
ځان سينګار که د ګــــــودر په لورے اوزه
عاشقان واړه دَ غــــــم په ژندره دّل که
د سپين مخ له پلوشو دے چے بچ نه شی
سرۂ اوورونه دَ هرچا په زړه کې بل که
خــــــــوشال نه يمه بې ياره په دنيا کښې
خدایه غـــــم تر مرګه پورے زما مل که
په خندا خندا مــــــــــــے زړه ته بهار راوړه
محبت زړه کې پيدا لکـــــــــــه وهل که
دروازه کې دے نسکــور پړ مخه پروت يمه
خدای د پاره مـــــے راپورته په بِسمل که
زه سرکۍ کلی کمال دے ليــــــــــونے کړمه
ځوانی مــــــــرګے شې يو ځلے مے ماتل که
سرکئ کمال
Sarki Kamal

Comments
Post a Comment