Jang La Dy Mansoor Rawan Top Ao Na Tafang Lary



جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
Jang La Dy Mansoor Rawan
Top Ao Na Tafang Lary

نۀ د تورو پړق لري
نۀ د زغرو شرنګ لري
زور د دشمن نۀ ويني
داسې ليونے روان
دار او رسن نۀ ويني
دا د مستانه ؤ خان
دا د پښتنو ملنګ
څۀ بادشاهی رنګ لري
سپين مخ د ليلیٰ ويني
دشت بيابان نۀ ويني
زړۀ ئې د يو ارمانه ډک
غم او ارمان نۀ ويني
سرې د باتور سترګې ئې
مينه رنګار رنګ لري
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
تاج ئې د ازغو په سر
مست لکه مجنون روان
نوم د پښتنو ګټي
زوې دے د پښتون روان
نر، دا د نرانو خان
څۀ غيرت او ننګ لري
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
سر يې کيښود خاورو کښې
مرګ له ئې وينه ورکړله
د پښتون د سر صدقه ئې
خپله وينه سره ورکړله
وې هر څۀ مې د قام دی
والله هر څۀ چې ملنګ لري
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
اے د پښتنو بچو
دا ميدان مو هير نۀ شی
سپين سر ئې د وينو ډک
هغه خان مو هير نۀ شي
پروت دے دلته خاورو کښې
دا مکان مو هير نۀ شي
پسئ ننګ پرې وکړئ
خداې ګو ډير پۀ تاسو ننګ لري
جنګ له دے منصور روان
توپ او نۀ تفنګ لري
نۀ د تورو پړق لري
نۀ د زغرو شړنګ لري
غني خان
Ghani Khan


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein