Ka Khaist Laka Yousaf Da Har Sare Shi Tasali Mi Pa Bal Kala Da Zarrgi Shi
که ښايست لکه يوسف د هـــــــــر سړي شي
تسلي مــــــــې په بل کله د زړګــــــــــي شي
Ka Khaist Laka Yousaf Da Har Sare Shi
Tasali Mi Pa Bal Kala Da Zarrgi Shi
چې تميز د ښه او بد ورک شـي پهٔ زړهٔ کښې
په ضمیـــــــــــر کښې بيا پيدا درندګــي شي
که نيتونه مـــــــو زنګن نهٔ شــــــــول ملګرو
ښه اسانه به دا ګــــــــــــــرانه زندګــــي شي
چې پرې لنـــــډي د نرتوب وي باک ئې نشته
داسې ښــــــــــځې ته ســړي که سلامي شي
آقا خپله منتـــــــــــــــظر ئې وي رضــــــا ته
چې حقـــــــــوق کله ادا د بندګـــــــــــي شي
د خلوص اثر سيوا شي لا، خــو وخت خوري
لکه څـــــــــرنګې شراب چـــــــې ځنډني شي
پهٔ کړهٔ وړهٔ باندي ښهٔ پوهه د ملګـــــرۍ شي
د عاطــــــــــــــر سره د چا چـــې ملګري شي
ماسټر ولي اياز عاطر بنو
Master Wali Ayaz Atir Bannu

Comments
Post a Comment