Khair Nan Ku Darta Ma Wokatal Ta Rawokatal Kho Goram Ba De Bya Ku De Saba Rawokatal
خېر نن کۀ درته ما وکتل تا را وکتل
خو ګورم به دې بيا که دې سبا راوکتل
Khair Nan Ku Darta Ma Wokatal Ta Rawokatal
Kho Goram Ba De Bya Ku De Saba Rawokatal
هم دغسې ګلونه وو چې مينه جوړېده
څه وشو پسرلی دی که اشنا راوکتل
دنيا راته راګوري د کتو نه ووتم
چې تاته مې کتلي دي هر چا راوکتل
پۀ مخه باندې راغلي مخ دې څۀ له پټوو
کړو غم دې راته جوړ چې دې په شا راوکتل
دستي مې ورته وخندل هم دا مې وه ارمان
تا چې ای رقيبه په خندا راوکتل
يو دم مې زړۀ نرے شولو همزولو خاندئ مه
خاطر چې غريو نيولي په ژړا راوکتل
خاطر اپريدے
Khatir Apreedy

Comments
Post a Comment