Khu Bya Hum Dozakhi Yam Kaleema Wam Musalman Yama



خو بیا هم دوزخي يم
کليمه وام مسلمان یمه
Khu Bya Hum Dozakhi Yam
Kaleema Wam Musalman Yama

منونکے د قران یمه
د لوئ الله بنده یمه
منونکے د هغۀ یمه
د خاورې نه پیدا یمه
بچے زه د هوا یمه
زه څومره قیمتي یمه
خو بیا هم دوزخي يمه

باران د میکایل منم
زۀ شان د جبرایل منم
زۀ رعب د عزرایل منم
شپېلۍ د اسرافیل منم
هابیل منم قابیل منم
لښکر د ابابیل منم
ده رحم دې سوالي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه

زۀ دین منم قرآن منم
زۀ ستا واړه یاران منم
علي منم عمر منم
صدیق منم عثمان منم
د زړۀ نه اهلې بېت منم
مئين پۀ دوئ بېخي یمه
خو بیا هم دوزخي یمه

زۀ لمونځ کوم زکات منم
قرآن منم مشقات منم
زبور منم تورات منم
حکمونه د جهاد منم
آبوداود ابن ماجه منم
زۀ هره صحیفه منم
منمه صحیفې منم
زۀ واړه معجزې منم
ماران منم چينې منم
ولیانو سلسلې منم
د عقل نه خالي یم
خو بیاهم دوزخي یمه

د مصر د کوڅې قيصه
د ښکلې زلېخې قيصه
يوسف ليده د شپې قيصه
پۀ خوب کښې د هغې قيصه
پۀ سور اور کښې د ټال قيصه
منمه د بلال قيصه
مئين پۀ حبشي يمه
حورې شته غلمان به وي
جنت کښې شات روان به وي
خوږې پستې وبۀ به وي
شراب به وي شودۀ به وي
پۀ خيال کښې جنتي یمه

دوزخ به وي ماران به وي
سور اوور لړمانان به وي
تيرې به وي تور تم به وي
خولې به وي زقم به وي
دانشه ګناه نۀ کووم
هيڅ غم د دنيا نۀ کووم
ستم زۀ پۀ چا نۀ کووم
غنمو له غلا نۀ کووم
د ذکر ريا نۀ کووم
د فکر سودا نۀ کووم
د مکر ژړا نۀ کووم
د کبر خندا نۀ کووم
هيڅ غم زۀ د چا پۀ کووم
بس دم پۀ مولا نۀ کووم
ياران وائي ولي يمه
خو بيا هم دوزخي يمه

بخت زاده دانش صيب
Bakht Zada Dansh

 

Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein