Ku Da Zrru Baghair Latana Bal Ta Warkram Hagha Wrazy Ba Zu Aoor Gogal Ta Warkram
که دا زړه بغیر لتانه بل ته ورکړم
هغه ورځی به زه اور ګوګل ته ورکړم
Ku Da Zrru Baghair Latana Bal Ta Warkram
Hagha Wrazy Ba Zu Aoor Gogal Ta Warkram
ستا دګل ګل اننګو رانګونه راکړہ
چی سنګاړپه دي ښکلا غزل ته ورکړم
پښتو لګه مي سادر نہ رابهر کڑہ
چی لاسونه د وفا منزل ته ورکړم
یو می روح دی يو می ځان دی ليونيه
نقصان څنګه پیښور کابل ته ورکړم
بی لۀ تانہ پۀ کښې څۀ پاتی دلبرہ
زہ به اور دہ خپل زړګی محل ته ورکړم
تا چې کر پہ مینه کړې وو لالیه
زه بۀ وینې دزړګی دي ګل ته ورکړم
ګل ورینه پښتونخوا به را له لوټ کړی
زۀ دہ دي اختیار نو څنګه غل تہ ورکړم
اوس ځوانی تیره په دی کله رادرومی
تور رنګونه که هرڅو اوربل ته ورکړم
بس امید دہ زندګۍ به ئي پیدا شی
کہ زۀ زیرے دہ صبا بلبل ته ورکڑم

Comments
Post a Comment