Ku De Ranakre Da Sro Mangolo Nooky Shah Malooky Zama Khawre Ba Jaro Ky
کۀ دې رانکړې د سرو منګولو نوکې
شاه ملوکې زما خاورې به جارو کې
Ku De Ranakre Da Sro Mangolo Nooky
Shah Malooky Zama Khawre Ba Jaro Ky
ستا مقام ته پېش پۀ خوي د آينې شوم
ټول راټول درته لۀ خپلو خېلخانې شوم
نيمايي اوربل دې ښکاري لۀ پلوه
نيمۍ ويلې شوم نيمۍ نينې نينې شوم
الوچه زنه به چا باندې دارو کې
شاه ملوکې ګرد اوبۀ شوم په تالو کې!
درته خم پۀ هرې خامې بهانې شوم
چې درباندې د ټټر پۀ تاخانې شوم
دم په دم درته بدل شوم بېلابېل شوم
بيا دې يو موټی غنم د نظرانې شوم
ملايکې به لا راولې پۀ کوکې
شاه ملوکې کۀ زړۀ جولۍ اوتو کې
افسانه دې د ميراتې استانې شوم
تۀ د بل شوې زۀ د ټولې زمانې شوم
ما ويل ګوندې شم خالي به دې لۀ ياده
قرباني د احتمال پۀ قرينې شوم
پوهېدم چې پۀ درياب به مې لاهو کې
شاه ملوکې ايرې سترګو ته راپوکې
ډېر پۀ خپل زنګون پاچا د اندېښنې شوم
سر مې جګ کړو لونګين دې پۀ سينې شوم
معجوزه ده کۀ مې پاڼه شوه بدله
ستا په کټ کې لکه هار دانې دانې شوم
سر تر پايه دې خولې يم پۀ سالوکې
شاه ملوکې نبض مې نۀ دے پۀ قابو کې
بشير باران
Basheer Baran

Comments
Post a Comment