Laila Labe De Jaam Khanda Pake Sharaab Khkara Da Sro Sharabo De Da Husan Nakhny Di Sargandy Nishane Di



ليلا لبې دې جام
خندا پکښې شراب
ښکاره د سرو شرابو دې د حسن نښانې دي
څرګندې نشانې دي
Laila Labe De Jaam
Khanda Pake Sharaab
Khkara Da Sro Sharabo De Da Husan Nakhny Di
Sargandy Nishane Di

ليلا شيرين دې لب دي
مڼې او کۀ عنب دي
نن ولې پۀ غضب دي پوهه نۀ يم پۀ انجام
ليلا لبې دې‌ جام
نن بيا ولې پۀ قار
ما پوهه که پۀ جار
دا‌ ستا د مينې زهر مې خوړلي شوم خراب
خندا پکښې شراب
دا ستا حسن به ستايم
نو ځکه چې شېدا يم
پۀ در کښې دې ګدا يم ستا د حسن خزانې دي
څرګندې نشانې دي

ګدا دې د وصال
کوومه ځاري سوال
لږ ماته وکړه خيال ياره قبول مې کړه سلام
ليلا لبې دې جام
سلام‌ دې‌ پۀ هر دم کړم
اخته دې پۀ دې غم کړم
زۀ ستا زور و ستم کړمه دلبره پېچ و تاب
خندا پکښې شراب
زۀ ستا زور و جفا کښې
روان یمه سودا کښی
د عشق پۀ صحرا کښې زما ګرمې ترانې دي
څرګندې نشانې دي

د عشق پۀ کتاب
چې ګورمه هر باب
زړګې مې‌ دے کباب او آتشي مې هر کلام
ليلا لبې دې جام
زړګے مې پۀ چړو
زخمي شو اے سړو
سامع يمه وړو وړو نغمو ته د رباب
خندا پکښې شراب
زړګے مې هر زمان
سوزېږي پۀ هجران
مومند تاج محمد خان ته ياره کړې دې بانې دي
څرګندې نشانې دي

تاج محمد مومند


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein