Ma Darta Makhke Pa Rastay Da Meeny Jaam Ekhay Wo Janana Ta Da Tagay Daam Ekhay Wo
ما درته مخکښې پۀ راستۍ د مينې جام ايښے وو
جانانه تا د ټګۍ دام ايښے وو
Ma Darta Makhke Pa Rastay Da Meeny Jaam Ekhay Wo
Janana Ta Da Tagay Daam Ekhay Wo
اعتبار مې پاڅېدو لۀ تا نه
زۀ دې پۀ ژوند کړمه ستومانه
تا خو زۀ وسومه جانانه
دا درته چا زما د مرګ مخکښې پېغام ايښے وو
جانانه تا د ټګۍ دام ايښے وو
تا هيڅ کتلي نۀ دي ما ته
ماسره کړې ده تا زياته
هر څۀ دې وغورځول شاته
ما ستا دپاره پۀ خپل سر څومره ناکام ايښے وو
جانانه تا د ټګۍ دام ايښے وو
قدر زما د محبت
کړے تا نۀ دے يو ساعت
پاللے تا هيڅ نۀ دے پت
ما مطهر درته هر وختې لاس پۀ نام ايښے وو
جانانه تا د ټګۍ دام ايښے وو
فدا مطهر
Fida Muthir

Comments
Post a Comment