Marg Hum Mumkin Na Dy ALLAH , Sta Da Raza Na Baghair Gani Da Jwand De , Che Tereegi Da Ashna Na Baghair
مـرګ هم ممـکـــن نۀ دی الله! ، ستـا د رضـا نه بـغـېــــر
ګـنــې دا ژوند دی؟ ، چـې تـېــريـږي د اشنا نه بـغـېـــر؟
Marg Hum Mumkin Na Dy ALLAH , Sta Da Raza Na Baghair
Gani Da Jwand De , Che Tereegi Da Ashna Na Baghair
رښـتـيــا دي ګـلـــه! چې ګــلاب چېرې بې خــاره نۀ وي
هـر څۀ درکـــړي دي خـــدای تا ته ، د وفــــا نه بـغـېــــر
تۀ دومـــره وکړه،چې پۀ خـوږ زړګـي مې لاس کـېـږدوه
بيـا راتــه وايـــه ! که روغ نۀ شـــــو د دوا نـه بـغـېــــــر
کاڼـــي دي کاڼـــي ، د يوې پـيســـې ارزښـــت نـۀ لـــــري
زړۀ محـبــــت نه بـغـېـــر ، ستـرګې د حيــــا نه بـغـېــــر
د زړګــي کـور مې بې لــه تا نه داســـې وران ليـدۀ شــي
لکــه د کلــي جومـات لــوګ شـي د مُـــــــلا نه بـغـېــــــر
ما چـــې ټـول عمر دعــاګــانې ورته غوښـتـې له خـــدای
نـــن پۀ مـا تـېـر شو د ســــلام او د دعــــــا نه بـغـېــــــر
چـا وېـل چې مينـه نۀ پـټېــږي،په مونـږ څوک خبر شـو؟
هـلتـــه لــه تا نه سـېـــوا ، دلتــه کــې له ما نه بـغـېـــــــر
زړۀ به يې غـواړي خو پۀ خلـۀ ګل مخي (هو) نۀ کــــوي
مـړونــد يې نيـســـه کـلــــه ، کـلــــه د رضــا نه بـغـېـــــر
تـۀ مــــرور خو شـه ! له "درد" نه ستــرګې وا خــــو ړوه!
چـا وېـل چـې نشتــــه دي مـرګــونه د قـضـــا نه بـغېــــر
رحمت الله درد
Rehmatullah Dard

Comments
Post a Comment