Mody Woshwe Pa Zrru Ke Mi Yao Sareka Ghunde Da Ankhaty Pa Maray Ke Mi Yao Kreeka Ghunde Da
مودې وشوې پۀ زړۀ کښې مې يو سړيکه غوندې ده
انختې پـــۀ مـــرۍ کـــښې مې يو کريکـه غوندې ده
Mody Woshwe Pa Zrru Ke Mi Yao Sareka Ghunde Da
Ankhaty Pa Maray Ke Mi Yao Kreeka Ghunde Da
دا خــلق ولـــې دي پـــۀ غلامۍ کــــښې مطـمئــــن؟
دا خـــــاوره ولې داســـې بې تحريکــــه غوندې ده؟
دا مونږ يو چې اختــــــه د زړۀ پۀ رنځ يو او کۀ نه؟
دا ټــــــولـــه دنيـــــا دغســـې ناټهيکـــــه غـوندې ده
ياريه! پۀ ظاهـــره خــو نۀ شپـــول شته نۀ دېـــوال
خو بيا هم زمونږ مينځ کښې يوه ليکـــه غوندې ده
بس پاتې دے اوس صــــرف لاروے دعــا ســـــــلام
اړيکه خـــو مو نشتــــــه خـــــو اړيکـــــه غوندې ده
زغملے نۀ شــــــي زور د معــمـــــولي بدګـــــــمــانۍ
د مينې دا رشتــــــه ډېـــــــره باريکــــــه غوندې ده
رڼــا ځــــان ســـره واخــله د تـعلـيـــــم او د هنـــــر
ګــنې نـــو دا دنيـــا ډېــره تاريکــــــــه غــــوندې ده
دې دومره بدامنۍ کښې څۀ عاجـــــز او څۀ مالدار
د ژوند د بقا ستونــــــزه مــــو شريکــــه غوندې ده
سېف الاحد عاجز
Saifulahad Aajiz

Comments
Post a Comment