Na Shi Na Shi Zamung Khana Rafaqat Zu Ghareeba Na Yam Sta Da Raqabat
نۀ شی نۀ شي زمونږ خانه رفاقت
زه غــــریبه نه یم ســـتا د رقابت
Na Shi Na Shi Zamung Khana Rafaqat
Zu Ghareeba Na Yam Sta Da Raqabat
که خپل کون فیکون رب ته توبګار شو
رنه لری به کړی هر یو مصیبت
پۀ مئین زړۀ دې لاس کیږدہ چی څۀ وائ
ســـترګے څلۀ پټوې پۀ حقیقت
دنفرت ازغې دې اوباسه له سترګو
پکې جوړ کړه راته کور د محبت
زہ دستا دہ زړۀ پۀ راز باندې پوھیږم
ګـــرانه اومنه دہ مــینـې کرامت
تا فرقی مې جوړه کړي پۀوطن کښې
ملا مه وینه خــــوبونه د جنت
بی ګنا دی نن پہ دار کړمه منصیفه
سرہ ګورو به دہ خداپے پہ عدالت
مخ پہ وړاندے تګ آسان دې مشکل نۀ دے
پښتانۀ که شی بھر د جهالت
دصبا په وفا تل متمعین اوسه
اوبه نکړی محبت کښې خیانت

Comments
Post a Comment