Pa Katu Katu Mi Stargy Pa Khatu Shi Che Khabar De Da Ratlo Rabandy Woshi



پـۀ کاتـۀ کاتـۀ مـې سترګـې پۀ خـاتـۀ شـي
چــې خـبـر دې د راتــلـو رابـانـدې وشـي
Pa Katu Katu Mi Stargy Pa Khatu Shi
Che Khabar De Da Ratlo Rabandy Woshi

تـۀ خـو اوس لـۀ مـا نـه لاړې، مـرور شـوې
دا زمـا یـاري دې هــم ګـونـدې پۀ زړۀ شـي
.
ګــوره تـا رابــاندې کــومـې کــوډې وکــړې
کۀ پۀ پښو درځنې درومم، زړۀ مې نۀ شي
.
چــې ديـدن د مـئـيـن وکــړمه تــازه شــم
لـکـه کـښـت چـې پۀ باران سره اوبۀ شـي
.
د ښـۀ یـار بېلتون د ستونـي پرې کول دي
پــۀ يرغ به ستونے چېرې پرې کاوۀ شــي
.
پـۀ ارمان د هغه وخت یم، درېـغـه درېـغـه
کـۀ د زنې سېب یې بیا زما پۀ خولۀ شــي
.
د خـپـل يـار د جــدایـیـه هـســې کـار دے
لـکـه سا چې لـۀ وجــوده پـۀ واتــۀ شــي
.
بخــتـــه هــومـره مــدد بـیـا راسـره وکــړه
چې په غېږ کښې مې بیا تللی یار ویده شي
.
د خوشحـال ســلام پــۀ واړه ښــو یــارانــو
ګوندې بیا مې پۀ لـیدو سـره زړۀ ښـۀ شــي

خوشال خان خټک
Khushal Khan Khattock


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein