Pa Sadar De Shana Kre Tore Zulfy Chamchamare Gul Rangy Hareery Khushbo Tar Zany Spari Pa Mousam Da Noubahar Sra Lab Sre De Aory



پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ
خوشبو تر ځنې ښېژي پۀ موسم د نوبهارې
سرۀ لب سرې دې‌ اورۍ
Pa Sadar De Shana Kre Tore Zulfy Chamchamare
Gul Rangy Hareery
Khushbo Tar Zany Spari Pa Mousam Da Noubahar
Sra Lab Sre De Aory

پۀ صدر دې څوکۍ کوي ماران د تورو زلفو
شۀ حال مې د ملوک
عاشق يمه د وخته ستا پۀ سرو لبانو قلفو
تل ګڼ يمه پۀ کوک
رنظور درپسې ځان مې دے شمېرلے چې پۀ تلفو
لمسون اخلي د خوک
مدام مې قتلوې چې توروي سترګې خمارې
پۀ ډول کښې د يارۍ
پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ

مدام مې قتلوې څوک به‌ دې وتړي سوټ پوټ
قهرېږي پلار او مور مې
دارا او شاجهان مې کړل پۀ تورو سترګو لوټ
غالب د حسن زور مې
د سپينې خلې د جام نه به در نکړمه يو ګوټ
حلال نۀ شې پۀ تور مې
کمبښته ښپې وباسه اوس به پروت پۀ سر د دار يې
پرېکړې ککرۍ
پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ

کمبښت به وي هغه چې بيرته ځي د يار د دره
يرېږي پۀ خپل مرګ
پخوا نه ما دانګلي دي‌ د خپلو مال و سره
تک تور شوم لکه برګ
بندي دې بې ګناه کړله زما‌ د‌ زړۀ کونتره
بازونه ساتې غبرګ
شاهان د بلخه ورک درله راځي لور خونکارې
لرې دنګه مرۍ
پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ

نۀ لرم حسن جمال پۀ مهرويانو کښې غالب
تاله مې کړل زنګيان
کوي قدم بوسي مې د جهان ټول کواکب
د سېلمې مهرويان
نو زبېښه مې سپين ضنب پکښې خوندونه عجائب
چې ورک دې شي ارمان
پۀ ما پسې رنظوره زۀ اوس ستا يم تۀ مې يار يې
کړه خوب د قلارۍ
پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ

نو پۀ ما پسې راغلے يې شاعره ځان بېدار که
کوم اصل کوم دې نوم‌ دے؟
نامه مې احدين دے هم طالب مې پکښې شمار که
ستا کوم کلے او قوم‌ دے؟
مقام مې اتمانزي خان شهباز خان پکښې سردار که
ثاني سلطانِ روم دے
زامن يې ګرځوي ښې ايرانۍ توري ابدارې
لائق د سردارۍ
پۀ صدر دې شانه کړې تورې زلفې چمچه مارې
ګل رنګې حريرۍ
خوشبو تر ځنې ښېژي پۀ موسم د نوبهارې
سرۀ لب سرې دې‌ اورۍ

احمدين طالب
Ahmadeen Talib


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein