Rangona Da Sparly Da Gul Ghotai Da Makh Na Jod Krra Yaw Dase Hkoly Makh Da Zindagi Da Makh Na Jod Krra



رنګونه د سپرلي د ګل غوټۍ د مخ نه جوړ کړه
يو داسې ښکلے مخ د زندګۍ د مخ نه جوړ کړه
Rangona Da Sparly Da Gul Ghotai Da Makh Na Jod Krra
Yaw Dase Hkoly Makh Da Zindagi Da Makh Na Jod Krra

مودې وشوې د عرش نه تماشه کوې د فرش
يا خدايه دا وطن مې د خدايۍ د مخ نه جوړ کړه

د عــلــم او هـــنـــر د تـجـروبـو د فــن اسـتـاذه
يو خيال له مې پيکر د آذادۍ د مخ نه جوړ کړه

را کــوز شـه د آسـمـان د سِــيارو او س‍ِــتــارو نه
يو داغ راته پۀ زړۀ کښې دسپوږمۍ د مخ نه جوړ کړه

وحشت دے کرښې کرښې وینې وینې هر يو مخ دے
مُسکے مُسکے ګلاب د بېوسۍ د مخ نه جوړ کړه

يا ســــــيالــه ښــيـواګــره يه جــانانه مُصــوېره
د ژوند د ناوې کور د غرڅنۍ د مخ نه جوړ کړه

اکبر سيال صېب
Akbar Sial


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein