Sa Faida Shwa Ka Pa Khpala Sikandar Yam Che Pa Dar Da Khubriano Qalandar Yam
څه فايده شــــــوه که په خپـله سکندر يم
چې په در دَ خــــــــوبريانو قلندر يم
Sa Faida Shwa Ka Pa Khpala Sikandar Yam
Che Pa Dar Da Khubriano Qalandar Yam
تمام عمـــــــــر مې شه ورځ ليدلے نه ده
جوړ تېر شوې دَ خــړ ستـــــرګو تر نظر يم
محبت دے فـــــــــــــريادونه عادتې کړم
چا له لاسه لګېــــــــــدلے په ځيــــګر يم
ازمېښتونه دے بېلتـــــــــون راباندې اوکړي
تېښته نه پېــــــژنم، هـــــــــغه بهادر يم
دَ اخلاص ډال مِ په سر دې رقيب څوک دي
که ښکاره ورته بې تېغه بې سپــــــــــــر يم
چې محفل خـــــــــوشی بدله. په ژړا شي
سپرلي خيل عصمت الله هغه سنـــــــدر يم
عصمت الله سپرلۍ خيل
Asmatullah Sparli Khel

Comments
Post a Comment