Sharabo Ao Da Stargo Pa Khumar Ke Balha Farq Dy Che Somra Pa Gharaz Ao Pa Esar Ke Balha Farq Dy



شرابو او د ستـــــــــرګو پۀ خمار کښ بلها فرق دے
چې څومره پۀ غرض او پۀ ایثار کښ بلها فرق دے
Sharabo Ao Da Stargo Pa Khumar Ke Balha Farq Dy
Che Somra Pa Gharaz Ao Pa Esar Ke Balha Farq Dy

واعظ د خپلې مینې شیژه ماته پۀ منــــــــــبر کړه
زما د پټې مینې پۀ اظهار کـــــــــښي بلها فرق دے

غوبل مې دے پۀ زړۀ کـــړي ستا غمونه خو ناتار نا
جانانه پۀ غوبل او پۀ ناتار کـــــــــښي بلها فرق دے

د ګل د خولې خبرـــــــــــې دي د ګل پۀ طبيعت دي
دا چا ویل چې انکار او پۀ اقرار کـښي بلها فرق دے

يې داسې يوې ګـــــــرانې تمنا ته ضــــــــــــد نیولې
زړه! ستا پۀ تمنا , زما اختیار کــــــښي بلها فرق دے

عاطـــــــــــره! تۀ خو نن هم د پرون پۀ قدم درومې
خو نن خو د وختونو پۀ رفتار کــــښي بلها فرق دے

ولي اياز عاطر بنو
Wali Ayaz Atir Bannu


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein