Stare Soch Ao Stare Khayal Mi Dama Na Sho Tasawar Ke Jor Mahal Mi Pora Na Sho



ستړې سوچ او ستړې خــیال مې دمه نۀ شـو
تــصوُر کښې جـــــــوړ محل مې پورہ نۀ شـو
Stare Soch Ao Stare Khayal Mi Dama Na Sho
Tasawar Ke Jor Mahal Mi Pora Na Sho

ما دہ خـــــــــیال ښاپیرې راوســته تر څـنګه
خــــــــو خـــــــبر مي د زړګی نه ھغه نه شـو

راشه اوګــــــورہ دہ خـپل لـــــیوني حال ته
عشق کی بس لــوګے لــوګے شو لمبه نه شو

لکه مـــــــینـه د نــفـرت بلا خـــــــــــــوړلـــي
نن پتنګ څـــنګه جــل بــل په ډیــــوه نه شو

مـــاته وائ بی لــتانه ژونـــــــــدے نه یـــم
دغـــــه ســـوال د جانان ڈیــر عجیبه نه شو

ده جـــانـان دہ مـــحـبت دغـــــه ثـبـوت دے
چــــی زما لـــــیـونـي زړۀ نه خــفـه نه شــو

ځان ته وائي چې پۀ ســـچه مســـــلمان یم
ټوله ورځ کښې چې ئې مـخ پہ قبله نه شو

ما الــیف نه ور تـــه ئ پــــورې بــیان کــړه
اولــــس پــــوهـــه بیا په دي ســپاره نه شو

چې یوځل مې دے لـــــیدلې لــــــیونۍ یـم
بیا په خوب کښې هغه مخ راښکاره نه شو

هـــــــر تکلیف ښه ده عذاب په شکل ګوري
بیا هـم خداے ته دا مخلوق پۀ توبه نه شو

نـــن د خـپل ملنګ جانان ته شوم حـــیرانه
ولی تــیر چــــی نن زموږ پۀ کوڅه نه شو

دصـــــــــــــــبا پښتنې ســر بغیر له خدایه
بل هــچــاته اے اشــنا په ســجـده نه شـو

Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein