Stargay Ghazal, Sheshay Ghazal , Stargo Ke Khanda Ghazal Shunde Ghazal , Range Ghazal , Shundo Ke Moska Ghazal



سترګې غزل، شیشې غزل، سترګو کښې خندا غزل
شونډې غزل، رنګې غزل، شونډو کښې موسکا غزل
Stargay Ghazal, Sheshay Ghazal , Stargo Ke Khanda Ghazal
Shunde Ghazal , Range Ghazal , Shundo Ke Moska Ghazal
زلفې غزل، جالې غزل، زلفو کښې هر ول غزل
تورې نرۍ وريځې غزل، خال پکښې لا بل غزل

غونډه سپینه زنه ده والله چې مکمل غزل
لوړه نرۍ پوزه کښې نتکۍ غوټۍ غزل غزل

دنګه نرۍ غاړه یو پۀ سل غزل او تل غزل
هره سپینه لیچه غزل، هره سره منګول غزل

قد غزل، قامت غزل، سینه غزل، او هـار غزل
درنګ غزل، غرور غزل، اقرار غزل، انکار غزل

وخت د پیغلتوب ځواني غزل، شوخي سـینګار غزل
زړۀ غزل، درزا غزل، تادي غزل، تلوار غزل

سړيکي غزل، اوف غزل، مستي غزل، خمار غزل
شب غزل، شبنم غزل، چمن غزل، بہار غزل

څۀ دروغ رښتیا وي د راتلو وعدې غزل غزل
سه لنډي اوږدې وي د وصال نيټې غزل غزل

کله شرابي سترګې اودې اودې غزل غزل
کله پۀ خندا کښې اننګي مڼې غزل غزل

اصل کښې دا درې غزلې دي چې شي رښتیا غزل
يو دې پيدايښت، بله ځواني، بله پناه غزل
روغانے بابا
Roghany Baba


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein