Ta Che Laas Warbande Kekhod , Parhar Wach Sho Da Zrru Zakham Ka Har So Wo Jawar Wach Sho



تا چې لاس ورباندې کېښـــــــــود، پرهر وچ شو
د زړهٔ زخم کهٔ هــــــــــــــــر څو وهٔ ژور، وچ شو
Ta Che Laas Warbande Kekhod , Parhar Wach Sho
Da Zrru Zakham Ka Har So Wo Jawar Wach Sho

چې "زما او ستا" نومـــــــــونه پرې کنـــــده وو
د ګـــــــــــودر د لاري هغه "نښتـــــــــر" وچ شو
ګــــوندي تهٔ ئې د وربل د پاسه زيـــــــــب کړي
پهٔ دا هيله ګل د څانګـــــــې پهٔ ســـــر، وچ شو
څهٔ پهٔ شوق به مې ستا ستـــــــرګې پرې کتلي
هغه ستــــــرګې مې ړندې شــوې، نظر وچ شو
مارغـــان والوتل لهٔ جالو، تاڼ په تاڼ شـــــــول
چې ماحــول لوګے لوګے شو، شجـــــر وچ شو
هغه "درد"چـــــې د ځــــوانۍ ښکلي تصوير ؤ
د چنار غــــوندې شاداب ؤ مګـــــــــــر وچ شو
رحمت الله درد
Rehmatullah Dard


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein