Yara Ta Che Rakataly Kala Di Bya Mi Zan Ta Zan Waily Kala Di
ياره تا چـــــــــــــی راکتلې کله دي
بيا مے ځان ته ځان وائلــــــې کله دي
Yara Ta Che Rakataly Kala Di
Bya Mi Zan Ta Zan Waily Kala Di
معشوقو تۀ چـــې په نيغ نظر اوګوری
عاشقان دومــــــــره شاغلې کله دي
چې له غمه دے ژاړه کــړې ملامت دي
په خواشــــۍ کې چا ژاړلې کله دي
دا دَ عشق بله وهلـــــې به روغ نه شي
دا دَ مالګـــــــــــــو اغيـــــــړلی کله دي
د عشق خوند دَ زړه په ژبه معلومــيږی
دا تروو پيّوو زګلــــــــــــــې کله دي
ديوانه به خــــود تړی چې لېوانې دے
څوک په هـــــوش کې چا تړلې کله دي
غازي شمس الزمان ديوانه مروت
Ghazi Shamsuzaman Deewana Marwat

Comments
Post a Comment