Zan Sara Dar Ta Khu Ma Hum Na Khabrol Malgary Kho Domra Da Che Tamashay Ta Ba Ratlal Malgary
ځان ســــره دار ته خو ما هم نــه خېژول ملګري
خو دومــــــره ده چې تماشې ته به راتلل ملګري
Zan Sara Dar Ta Khu Ma Hum Na Khabrol Malgary
Kho Domra Da Che Tamashay Ta Ba Ratlal Malgary
منم چې لاره د وفــا ډېـــــــــــره ازغنــــه لار ده
بیا دومـــــره زر به له ما نه واپس کېدل ملګري
بیګا مې خامخا له ستـــرګو نه چا خوب وړې ؤ
بیګا مې واړه شپــــــــه پــه زړۀ راوریدل ملګري
ما به پـه کاڼـــــــــــــو له شا ولي، ما دا کله منل
نن مې پـــه خپلــــــــــــو ګنهګارو ولیدل ملګري
خلک حیـــــران دي چې له کاڼو نه چینې اوؤتې
زۀ یې چې شګـــــــو تـــه سپارلم ژړیدل ملګري
واړه د حق د لار ملګــــري یو، نور فرق مو نشتــــه
څوک دي په لار کښې،څوک تر دار ورسېدل ملګري
زۀ چــــــــــې مقتل ته رسېدم دردهؔ تنها پاتې ؤم
په هر قدم رانه پـه شا پاتــــــــــــې کېدل ملګري.
رحمت الله درد
Rehmatullah Dard

Comments
Post a Comment