Che Masti Wy Ao Zawani Wy Ao Janan Wi Ao Dak Jam



چې مستي وي‌ او ځواني وي
او جانان وي او ډک جام
Che Masti Wy Ao Zawani Wy
Ao Janan Wi Ao Dak Jam

ډېر ګلونه، لږ ياران
او غمګين غوندې ماښام

عشق څۀ اوور وي‌ او څۀ نور وي
زړۀ لمبې لکه تنور وي
پۀ دې ژوند به زۀ ورځار کړم
جنتونه ستا تمام

خو دا ګټه پۀ دې وکړي
چې هيڅ رنګ له قرار نشته
هر ساعت، هر رنګ د ژوند
ستا د وخت بې کس غلام

او جنت کې ملا وايي
وخت به وي زما غلام
دې چې ورک شي او زۀ شته شم
ټول به وران مې شي تمام

چې زۀ ټول عمر زلمی يم
زلميتوب به يو عذاب شي
ځکه اوس راباندې ګران دے
چې خايست شي زر تمام

تل سپوږمۍ د څوارلسمې،
تل جانان د شپاړسمې
تل ځواني،‌ سيند د شرابو،
دا دوزخ دے کۀ انعام

دې دنيا پسې به ژاړم
دا تيارۀ هلال به غواړم
هره ورځ به يادومه
نرۍ لړه د ماښام

تنګ د حورو وفادارو
بې‌ وفا جانان به غواړم
ستا ادم پۀ ذات ښکاري دی
د ښکار خوند کوي هر ګام

د مستۍ د سيند پۀ غاړه
ثوابي روژې به نيسم
اسويلي به کوم يادوم به
د ساقي نيمګړے جام

هر يو شے چې ابدي شي
يو آفت شي يو عذاب شي
بس يو تا سره مزه کړي
دا ازل، ابد، دوام

بنده نوي رنګ محل کښې
نوے نوے جانان غواړي
بيابان کې سرۀ ګلونه
توره شپه،‌ څراغان غواړي

تل تيارو کښې دے ورکېږي
تل رڼا کې هم ړندېږي
دے بچے د تغيّر دی
يو حالت کښې نۀ ټينګېږي

کۀ دۀ ستا جنت له يوړه
دا فطرت او دا وجود
يو څو ورځو کې به سوزي
پۀ سرو سترګو به ژړېږي

اے د لوی فضل مالکه
ما له دا دنيا جنت کړه
فارموله یې ده اسانه
د دريو ټکو نه جوړېږي

لکه ويلي مې دي سر کښې
بس جانان، ځواني او جام
ډېر ګلونه، لږ ياران
يو غمګين غوندې ماښام

چې زما لېونے سر پرې
کله کله مشغولېږي
هغه بل د مرګه پس مې
ملاجان پسې خيرات که

تش د حورو په خوبونو
کۀ د خوار ګوزاره کېږي
ما له دلته يوه راکړه
غونډه مسته تکه سپينه

مينه‌ناکه، سپينه شمعه
چې لمبې وهي بلېږي
شل رنګونه یې نظر کښې
شل مزاجه په ځيګر کښې

د سپرلي هسې خويونه
کله لمر کله ورېږي
يو څرمنه کښې دننه
يو حرم د جينکو وي

کله مسته او سرشاره
کله غلې شي شرمېږي
او زما دې ستړي زړۀ کښې
شل رنګونه اور لمبه کړي

چې د اور هسې سوزېږي
د لښتو هسې ګډېږي
ميخانې ورته حيرانې
او ساقي ورته پسخېږي

د هغې زرو بدل کې
ما له دلته يوه راکړه
د ابد ټوله ځواني مې
د څو کالو مشغولا کړه

که دا نۀ کوې جانانه
څربې حورې دې سمبال کړه
نه مې هغلته پکار دي
نۀ مې دلته کښې يادېږي

غټې غټې، سپينې سپينې
چې نۀ سوال نۀ منت غواړي
ارتې، بيرتې، وږې سترګې
په بخملو به لغړېږي

ربه! اے جانانه ربه
دغه يو سوال خو منظور کړه
ګني لاړ غني دې مړ شو،
ورپسې يې ژبۍ کېږي

جنت او دنيا، لټون
غني خان
Ghani Khan


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein