Che Mudam Porta Kawonky Sta Da Naz Yam Zaka Hase Da Har Cha Na Beniaz Yam



چې مدام پورته کوونکے ستا د ناز یم
ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یم
Che Mudam Porta Kawonky Sta Da Naz Yam
Zaka Hase Da Har Cha Na Beniaz Yam

د قیامت وعده دې لنډه راته کېښوه
زۀ لۀ دې فریبه ډېر دور او دراز یم

د هستۍ دا خوبولې نغمې څۀ دي؟
خو بس دا چې تۀ مطرب یې زۀ دې ساز یم

هغه زۀ چې تاته مخ کړم حقیقت یم
هغه زۀ چې تاته څټ کړمه مجاز یم

تۀ چې څو یې پرده خوښه بې حجابه
زۀ چې څومره خودنما یم هومره راز یم

تۀ کۀ شمعه خندنے یې په امکان کښې
زة ګریان د سوي زړۀ سوز او ګداز یم

ستا پۀ مخ باندې دا زما انجام دے
هم اعجاز یې د مخ ښکلے پۀ آغاز یم

خو وزر مې د مجاز وي پرې یرېږم
ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم

تعالي مې د غرور لۀ مخې نۀ ده
تورې سترګې پۀ رنجو د امتیاز یم

چې دې مینې کړم غریب غریب نوازه
دا لۀ ستانه زۀ حمزه غریب نواز یم

حمزه بابا
Hamza Baba


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein