Da Ghurbat Qissa


غُربت

مونحٔ د ماښام وو
چې سلام وګرزېدو

پس د سلام نه يؤ سړے پاڅېدو
وئيل پښتنو! يوه خبره کوم،

ورته په قھر بل سړے ووئيل
تاسو د سوال نه سم روزګار جوړ کړے

په ھر مانحٔهٔ کښې خامخا يؤ پاڅی
څهٔ عجيبه شانې بھانه جوړه کړی

لا کله کله پکښې وژاړی څوک
لږ خو ھمت اؤ مزدوری ھم کوئ

بې غېرتۍ درباندې زور کړے دے
په لاسو پښو اؤ صحت ښهٔ روغ يئ

اخر تهٔ کومې مجبورۍ راوستې
ستا به کار وشی په دې لسو روپيو ؟

څهٔ يوه ورحٔ يوه پېره خو نهٔ ده
تاسو ترې حٔان له سم روزګار جوړ کړے

روره زهٔ سوال څهٔ د پېسو نهٔ کوم
ما د غربت نه خلاص کړئ

بس دے نور تنګ شومه په دې ژوندانهٔ
پردے وطن دے درې کوړمې لرمه

يوازې تن باندې زهٔ څهٔ وکړمه
زما دوه وروڼه په کابل کښې مړهٔ شول

په خپله نهٔ لرم اولاد نارينه
زهٔ يم ميرات، څهٔ د ھاغو بچی دی

پوره يؤ لس جينکۍ دی په کور
يوازې زهٔ ورله ګټلے نشم

په انسانيت ئې سمبالولے نشم
تعليم خو پرېږده د علاج څهٔ وکړم

قندار جامه ئې پوره کولے نشم
له بيمارۍ مې کور خالی نهٔ شولو

يؤ تن نا جوړه خامخا وی پکښې
ماله نور چل د زندګۍ نهٔ راحٔی

آخر مې دا يوه فېصله اوکړله
چې خېراتی دا جينکۍ ورکوم

پېسې ئې نهٔ اخلم په سر باندې
کهٔ د چا دوه د چا يوه پکار وی

حٔان له ئې بوحٔئ خدمت پرې کوئ
حٔان له ئې غټې کړئ

حٔان له ئې کورته بوحٔئ
حٔان له وادهٔ ئې کړئ

زهٔ به ئې تپوس نهٔ کوم
داسې څوک شته دے خلقه !

ماله جواب راکړئ
څوک به تيار شی ورته ؟

توبه، توبه اے خدايا
دا زهٔ په دې غوږونو څهٔ اورمه

دا د غربت د لاسه
څنګه توږی د حٔانه خپلې غوښې

د بل جولۍ ته خپل بچی وروُلی
ما اورېدلی ماشومان خرڅېږی

دا غريبان خو پښتانهٔ بچی دی
په دې جُمات کښې پښتانهٔ ولاړ دی

په کښې غټان اؤ ښهٔ ماړهٔ ولاړ دی
اوس کفيلان به ئې د سر جوړ شی

خرڅ خو لا پرېږده څوک ئې ھسې نهٔ اخلی
غربت وھلی پښتانهٔ ماشومان


No comments:

Post a Comment

Featured post

Main tumko bhool jaonga lekin yeh shart hai Gulshan mein chal ke phool se khushbo juda karo

Main tumko bhool jaonga lekin yeh shart hai Gulshan mein chal ke phool se khushbo juda karo