Zu Gunahgaar Pa Dase Kaar Sham Che Gunah Ye Na Vii Pa Dase Jurm Phansii Kegam Che Saza Ye Na Vii



زه ګنهګار په داسې کار شم چې ګناه یې نه وي
په داسې جرم پهانسي کيږم چې سزا یې نه وي
که باران غواړې نو اسانه طريقه یې دا ده
داسې ماشوم ته ديکې ورکړه چې بابا یې نه وي
نَهر مزدور يم د بچو زيرے په ما مه کوئ
زه په هغه مبارکي اخلم چې ساه یې نه وي
ما درته نه وئيل چې زه داسې تور وطن کښې اوسم
چې اورکي دلته الوځي خو رڼا یې نه وي
زه پکښې مونځ کوومه زه پکښې لګ ځان جوړووم
داسې جُمات به چرته نه وي چې مُلا یې نه وي
دا څه مجنون شو چې ليلا سره په څنګ اوده شي
زه خو مجنون هغه ته وايم چې ليلا یې نه وي
زه پخپل ځان کښې پښتو ګورمه چې شته او که نه
ته پيغله اوچيړه خو داسې چې لالا یې نه وي

امام منظر صيب

Zu Gunahgaar Pa Dase Kaar Sham Che Gunah Ye Na Vii
Pa Dase Jurm Phansii Kegam Che Saza Ye Na Vii

Ku Baraan Ghuwarre No Asaana Tareeqa Ye Da Dh
Dase Mashom Ta Dekhe Warkrra Che Baba Ye Na Vii

Nahr Mazdoor Yam Da Bacho Zery Pa Ma Mu Kawai
Zu Pa Hagha Mubaraki Akhlam Che Saa Ye Na Vii

Ma Darta Na Waial Che Zu Dase Tor Watan Ke Osam
Che Oraki Dalta Alozi Khu Ranrra Ye Na Vii

Zu Pake Monz Kawoma Zu Pake Zaan Jorraom
Dase Jumaat Ba Charta Na Vii Che Mulla Ye Na Vii

Da Sa Majnoon Sho Che Laila Sara Pa Sang Oda Shii
Zu Khu Majnoon Hagha Ta Waim Che Laila Ye Na Vii

Zu Pa Khpal Zaan Ke Pokhto Gorama Che Shta Ao Ku Naa
Tu Paighla Ocherra Khu Dase Che Lala Ye Na Vii

Imaam Manzar Saib

Comments

Popular posts from this blog

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein

Ik Main Pheeki Chaah Naein Peenda Doja Thandi Chaah Naein Peenda

Wo mujh ko dastiyaab bari dair tak raha Main uska intkhaab bari dair tak raha