Da Yao Mula Mi Tapos Wakralo Ma We Mula Saib Janat Ba Sa Vi



د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ما وې ملا صاحب! جنت به څۀ وي
Da Yao Mula Mi Tapos Wakralo
Ma We Mula Saib Janat Ba Sa Vi

هغۀ پۀ ګېډه لاس وهۀ وئيل ئې
تازه مېوې او د شودو رودونه

خوا کښې کتاب ته يو طالب ناست ؤ
ما وې چې تۀ به پکښې څۀ ووائې؟
د زلېخې کتاب ئې بند غونډې کړو
وې چې ښائسته حورې او شنۀ خالونه

شېخ د تسبو امېل پۀ لاس ولاړ ؤ
پۀ خپله ږيره کښې ئې لاس وهلو
دۀ پرې راؤدانګل نه داسې نۀ ده
ښکلي غلمان او جنتي سُرونه

يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وې چې خان کاکا ستا څۀ رائے ده؟
خپله شمله ئې سموه وئيل ئې
د سرو او سپينو عنبري کورونه

خوا کښې يو ستړے شان مزدور ولاړ ؤ
ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله ئې وچه کړله
وې چې مړه ګېډه خواږۀ خوبونه

يو لېونے غوندې پۀ لار تیریدو
ما وې چې يه فلسفي! تۀ څۀ وايې؟
خپل ببر سر ئې ګروو وئيل ئې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه

ما دې خپل زړۀ ته سر ورښکته کړلو
دۀ پۀ اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو وئيل ئې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
وئيل ئې اے د لا مکان خاونده
پۀ خپل مکان کښې خپل اختيار جنت دے
ګنې د دغه لېونتوب پۀ نامه
کۀ نار وي نار، کۀ دار وي دار جنت دے

نظم جنت
ليکوال اجمل خټک بابا
Ajmal Khattock

کتاب (د غيرت چغه)
مخ۵۶٫۶۷٫۶۸

Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein