Kha Wai Ashna Da Nangyalo Khabare Nure Di Poi Sha Da Ulfat Da Lewano Khabare Nure Di



ښۀ وائې اشنا، د ننګيالو خبرې نورې دي
پوئې شه د الفت د ليونو خبرې نورې دي
Kha Wai Ashna Da Nangyalo Khabare Nure Di
Poi Sha Da Ulfat Da Lewano Khabare Nure Di
دا لږه قيصه زما د غم وه چې دې واورېده
مکړه بيړه ودرېږه يو څو خبرې نورې دي

ولې پکښې ستا هغه خواږۀ لوظونه نۀ ښکاري
نن خو دې د سترګو پښتنو خبرې نورې دي

بټ نه، د الفت لکه نينه هسې په تېښته یې
ما خو درته وې د سوځېدو خبرې نورې دي

راز د مینې زده کړه ترې، چې سوځي او ګډېږي هم
دا دي او کۀ نه؟ د سپېلنو خبرې نورې دي

پرېږده بېلوتۍ واعظه، وخت دے د بلبل او ګل
بیا به اؤرو، نن د اورېدو خبرې نورې دي

مُسک و د رقيب سره پۀ تريو تندي مې پوئي شوله
وې چې پۀ تا باندې مې پېرزو خبرې نورې دي

ګوره حمزه خلۀ پۀ خلۀ چې نۀ شې د رقيب سره
تاته دي ښکاره چې د سړو خبرې نورې دي

څه یې وې قاصده؟ وې چې ما ته ځواب ورسېد؟
وشوه، بس د تلو او نه راتلو خبرې نورې دي

ښۀ دي ستا نازونه، خو لالیه زوړ استاذ یمه
مه تېرباسه ما، د تېروېستو خبرې نورې دي

څۀ پۀ ډېرو میو چې ساقي راته راګورې نۀ
ستا د پېمانو او د لېمو خبرې نورې دي

ګوره حمزه خولۀ په خولۀ چې نه شې د رقیب سره
تا ته دي ښکاره چې د سړو خبرې نورې دي

حمزه بابا
Hamza Baba


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein