Ma De Lewanay Tasweer Pa Khpal Zrru Ke Rawaday Dy Sta Du Shondo Aoor Mi Da Ghazal Zrru Ke Rawaday Dy



ما د ليونے تصوير پهٔ خپل زړهٔ کښې راوړے دے
ستا د شونډو اور مې د غزل زړهٔ کښې راوړے دے
Ma De Lewanay Tasweer Pa Khpal Zrru Ke Rawaday Dy
Sta Du Shondo Aoor Mi Da Ghazal Zrru Ke Rawaday Dy
ماله مې د زړهٔ جونګړه تل رڼا رڼا ساتي
ستا د وريځو خال مې داسې بل زړهٔ کښې راوړے دے

منم دا به نهٔ وي ستا د شونډو د مسکا پهٔ رنګ
تا د زړهٔ د وينو رنګ د ګل زړهٔ کښې راوړے دے

ستا سترګې رښتونې دي خو ستا نه چې واپس شمه
هر ځل مې د ځان سره يو غل زړهٔ کښې راوړے دے

خدائے خبر چې دغه دار زما پهٔ نصيب شته کنه
ما مرئي له ستا د زلفو ول زړهٔ کښې راوړے دے

قتل ئي که خير دے خو د مينې د وعدې نه پس
ستا سائل د ځان سره مقتل زړهٔ کښې راوړے دے

رحمت شاه سائل صیب
Rehmat Shah Sael


Comments

Popular posts from this blog

Dukh Ye Hai Mera Yousaf o Yaqoob Ke Khaliq Woh Log Bhi Bichdey Jo Bichadnay Ke Nahi Thay

Mere Tan Ke Zakham Na Gin Abhi Meri Aankh Mein Abhi Noor Hai

Mujh Se Meri Umar Ka Khasara Poochtay Hein Ya'ani Log Mujh Se Tumhara Poochtay Hein